پرون د پاكستان ولسي جرګې غړي هغه وخت حيران شول، چې د جميعت علماى اسلام يوه پخواني غړي مولوي عصمت الله د بن لادن ته له خدايه د بښنې دعا وكړه.
پرون د پاكستان ولسي جرګې غړي هغه وخت حيران شول، چې د جميعت علماى اسلام يوه پخواني غړي مولوي عصمت الله د بن لادن ته له خدايه د بښنې دعا وكړه.
د نيوكې پر ټكي د بحث پرمهال له جميعت اسلامي څخه جلا شوي مولوي عصمت الله چې اوس د (نظرياتي) په نامه خپل تنظيم لري، كله د خداى په دربار كې د دعا لاسونه پورته كړي او اسامه بن لادن ته يې د مغفرت غوښتنه وكړه، نو د مولانا فضل الرحمن ورو مولانا عطاء الرحمن او همدې تنظيم بل غړي لايق احمد خان او د مسلم ليګ(ق) غړي شاه جهان يوسف هم لاسونه پورته كړل.
د رسنيو د راپورونو له مخې په غونډه د نورو تنظيمونو غړو په دې فاتحې كې برخه وانخيسته او نه هم مولوي عصمت الله چا له دې كاره منعه كړ.
د سې شنبې په ورځ له ولسي جرګې سره يو ځاى سنا مجلس هم غونډه لرله، چې د اېبټ اباد پر مسئلې يې سره خبرې كولې.
سنا كې د مسلم ليګ (ن) غړو نه وروسته د جماعت اسلامي غړوهم د اېبټ اباد عمليات د پاكستان له ازادۍ څخه يوه ښكاره سرغړونه وبلله او له جمهور رييس، صدراعظم او د پوځ له مشر څخه يې د استعفا غوښتنه وكړه.
ځينيو غړو غوښتنه وكړه، چې د ملګرو ملتونو په غونډه كې دې د امريكايي سرتېرو پرضد غږ پورته كړي.
د بحث په جريان كې د جماعت اسلامي غړي پروفيسور ابراهيم وويل، چې دى د پاكستانۍ پوځ احترام كوي، خو په لرې پرتو او قبايلي سيمو كې د عملياتو پرمهال دوى بشري حقونه ترپښو لاندې كوي.
هغه زياته كړه، چې د اېبټ اباد له پېښې وروسته د پاكستان ازادي په داو لګېدلې او دى داسې احساسوي، چې پاكستان د امريكا غلام هېواد دى، ځكه چې پاكستان د امريكا د دغه غيرقانوني كار پوښتنه هم نشي كولاى.
ده له جمهور رييس، صدراعظم او د پوځ له مشر څخه د استعفا غوښتنه وكړه.
بحث لا روان و، چې غونډه سبا ورځې( چهارشنپې) ته وځنډېده، چې نن په هم په همدې موضوع بحث كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


