امريكا ويلي، چې جمهور رييس اوباما د پاكستان د صدراعظم وينا ته په جدي توګه ګوري، خو دوى هيڅ داسې كار نه دى كړى، چې له كبله يې دوى بښنه وغواړي.
امريكا ويلي، چې جمهور رييس اوباما د پاكستان د صدراعظم وينا ته په جدي توګه ګوري، خو دوى هيڅ داسې كار نه دى كړى، چې له كبله يې دوى بښنه وغواړي.
تر دې وړاندې د پاكستان صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني، په پاكستان كې د اسامه بن لادن د پټېدو، د استخباراتي ادارې ناكامۍ او د امريكا لخوا د يو طرفه عملياتو په اړه د جنرال جاويد اقبال په مشرۍ د يوې څېړنيزې كمېټې د جوړېدا اعلان كړى و.
د دوشنبې په ورځ د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي وياند جي كارني د پاكستان د صدراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني له هغې وينا څخه څو ساعته وروسته، چې خپل پارلمان ته يې كړې وه په يوه نيوز بريفېنګ (خبري غونډې)كې وويل، چې ګيلاني خپل پارلمان ته په خپلې وينا كې ويلي وو، چې امريكا پرته له دې چې له پاكستان سره دغه خبره شريكه كړي په يوازې ځان عمليات كړي، چې د امريكې دا كار د پاكستان ازادي تر پوښتنې لاندې راولي او په دې كار كې امريكا سره د پاكستان سخت اختلاف دى.
د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي وياند ويلي، چې د پاكستاني حكومت ويناګانو او اندېښنو ته په جدي توګه كتل كېږي، مګر دوى د دغه تر سره كړي كار له كبله بښنه نه غواړي: ((هغه څه، چې موږ كړي او هغه څه، چې جمهور رييس كړي.))
د جي كرني د معلوماتو له مخې، جمهور رييس اوباما ډېر وړاندې ويلي وو، چې كه داسې يوه موقع په لاس ورغله، چې اسامه د قانون منګولو ته راكش كړي او هغه په پاكستان كې و، نو كه كومه بله لاره پاتې نه شوه، دوى به يو طرفه عمليات ترسره كړي او هغه همدا كار وكړ.
جي كارني دا هم وويل، چې پاكستان د امريكا لپاره يو ځانګړى ارزښت لري او له پاكستان سره مرسته اوس هم د دوى په لومړيتوبونو كې ده.
نوموړي زياته كړه، چې امريكا غواړي د پاكستاني مشرتابه او د حكومت نورو چارواكو سره په ګډه كار وكړي او خپلو هغه كومكونو ته به داوم وركړي، چې د ترهګرۍ او ترهګرو پر ضد بريا لپاره اړين دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


