ads

د نوښار محكمې مخې ته بمي چاودنه

د پاكستان د خيبرپښتونخوا ايالت اړوند نوښار كې د سيمه ييزې محكمې مخې ته يوه بمي چاودنه شوې، چې په كې د يوې پوليسې په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستان د خيبرپښتونخوا ايالت اړوند نوښار كې د سيمه ييزې محكمې مخې ته يوه بمي چاودنه شوې، چې په كې د يوې […]

نویسنده: TKG
20 غویی 1390
د نوښار محكمې مخې ته بمي چاودنه

د پاكستان د خيبرپښتونخوا ايالت اړوند نوښار كې د سيمه ييزې محكمې مخې ته يوه بمي چاودنه شوې، چې په كې د يوې پوليسې په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پاكستان د خيبرپښتونخوا ايالت اړوند نوښار كې د سيمه ييزې محكمې مخې ته يوه بمي چاودنه شوې، چې په كې د يوې پوليسې په ګډون ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

په سيمه كې د پوليسو يو چارواكي مصطفى رسنيو ته ويلي، چې نن شاخوا نهه بجې د ولسوالۍ د محكمې مركزي دروازې څخه بهر يوه چاودنه شوې، چې له كبله يې يوه پوليس افسره وژل شوې او پنځه تنه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته كړې، چې ټپيان يې سيمه ييز روغتون ته د درملنې لپاره لېږدولي دي.

د ده په وينا: له پېښې وروسته پوليسو سيمه محاصره كړې او محكمې سره نښلېدونكې ټولې لارې يې وتړلې.

ياد پوليس چارواكي زياته كړې، چې تر اوسه د چاودنې ډول نه دى معلوم، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

د نوښار د پوليسو د ماموريت مشر فضل مولا رسنيو ته ويلي، چې په چاودنه كې د وژل شوې مېرمنې نوم شازيه و.

هغه زياته كړې، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې شازيې د يوې مېرمنې د بيك تالاشي كوله.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ټپيانو كې د پوليسو ۳ سرتيري هم شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په دې ښار كې پر قانون پلي كوونكو ادارو او عامو وګړو ورته چاودنې او بريدونه شوي، چې له كبله يې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA