په لومړي ځل د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د اسامه بن لادن د وژل كېدو پر ضد لاريون وشو، چې په كې سلګونو كسانو ګډون درلود. يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رسنيو ته ويلي، چې نن د جنوبي وزيرستان په مركز وانا كې په لومړي ځل د اسامه بن لادن د وژل كېدو پرضد لاريون وشو، چې په كې تر ۵۰۰ زياتو كسانو ګډون كړى وو.
په لومړي ځل د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيرستان كې د اسامه بن لادن د وژل كېدو پر ضد لاريون وشو، چې په كې سلګونو كسانو ګډون درلود.
يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى، رسنيو ته ويلي، چې نن د جنوبي وزيرستان په مركز وانا كې په لومړي ځل د اسامه بن لادن د وژل كېدو پرضد لاريون وشو، چې په كې تر ۵۰۰ زياتو كسانو ګډون كړى وو.
ياد چارواكي ويلي، چې په لاريون كې پر ولسي وګړو سربېره ځايي عالمانو او د ملا نذير ګروپ ځايي طالبانو څو قومندانانو هم ګډون كړى و.
نوموړي زياته كړې، چې لاريون د وانا بازار له ختيزې برخې څخه پيل او او كنوړه چينې سيمه كې يوې اسلامي مدرسې ته څېرمه يې د يوې غونډې بڼه غوره كړه.
لاريون كوونكو بنرونه له ځانه سره لېږدول، چې پرې ليكل شوي وو، امريكا مرده باد، پاكستان مرده باد، د اسامه وينه به هسې لاړه نه شي.
د يادونې وړ ده، چې د جنوبي وزيرستان په مركز وانا كې د وزير قبايلو او حكومت ترمنځ د سولې يو تړون شوى، چې له كبله يې په وانا كې له يوې مودې راهيسې امن دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

