ads

پاكستان: پر اسامه د بريد ټپيان له موږ سره دي

پاكستاني پوځ ويلي، چې پر اسامه بن لادن د ترسره شوي بريد ټپيان او روغ پاتي شوي كسان له دوى سره دي. دوى زياته كړې، چې دغه كسان يې يو پټ ځاى ته لېږدولي او هغه كسان چې اوس هم درملنې ته اړتيا لري، د دوى لخوا يې درملنه روانه ده. پاكستاني پوځ ويلي، چې […]

نویسنده: TKG
15 غویی 1390

پاكستاني پوځ ويلي، چې پر اسامه بن لادن د ترسره شوي بريد ټپيان او روغ پاتي شوي كسان له دوى سره دي. دوى زياته كړې، چې دغه كسان يې يو پټ ځاى ته لېږدولي او هغه كسان چې اوس هم درملنې ته اړتيا لري، د دوى لخوا يې درملنه روانه ده.

پاكستاني پوځ ويلي، چې پر اسامه بن لادن د ترسره شوي بريد ټپيان او روغ پاتي شوي كسان له دوى سره دي.

دوى زياته كړې، چې دغه كسان يې يو پټ ځاى ته لېږدولي او هغه كسان چې اوس هم درملنې ته اړتيا لري، د دوى لخوا يې درملنه روانه ده.

دا چې دغه كسان د اسامه بن لادن د كورنۍ غړي دي كه نور خلك په اړه يې پاكستاني پوځ وضاحت نه دى وركړى او دا يې هم نه دي ويلي، چې دغه ټپيان څو تنه دي.

په دغه بريد كې چې د امريكا د ځانګړو ځواكونو لخوا ترسره شوى، پكې شاوخوا ۲۵ نيوي سيل په نامه ځانګړي سرتيري، چې شپږ تنه يې كمانډو وو ګډون درلود.

دوى دغه بريد د څلورو هليكوپټرو پرمټ ترسره كړ او له همدغو هليكوپټرو څخه د اسامه كور ته ښكته شول، چې هليكوپټر يې په دغو عملياتو كې راوغورځېده.

دا چې دغه هليكوپټر ويشتل شوې او كه د تخنيكي ستونزو له كبله راغورځېدلې، په اړه يې بېلابېلې خبرې كېږي.

د اسامه بن لادن پر كور د ترسره شويو عملياتو وروسته په رسنيو كې داسې خبرونه خپاره شول، چې په كې پر بن لادن سربېره درې سړي او يوه ښځه مړه او دوه ښځې ټپيانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA