د پاكستان جمهور رييس آصف علي زرداري ويلي، چې د يكشنبې په ورځ د خيبر پښتونوخوا په اېبټ اباد كې د اسامه بن لادن پر ضد شويو عملياتو كې پاكستاني پوځ ونډه نه درلوده او دا د امريكا او پاكستان ترمنځ ګډ عمليات نه وو.

په امريكايي اخبار واشنګټن پوسټ كې په خپرې شوې خپلې ليكنې كې د پاكستان جمهور رييس ليكلي، چې په دغو ځانګړيو عملياتو كې د پاكستاني پوځ سرتيري شامل نه وو، خو د پاكستان او امريكا ترمنځ د يوې لسيزې په ترڅ كې د معلوماتو شريكول د دې لامل شول، چې اسامه ووژل شي.
زرداري زياته كړې: اسامه، چې په كوم ځاى كې موندل شوى، ده يې په كې د موندلو توقع نه لرله، خو خير اوس هغه د ماضي يوه برخه شوې ده.
جمهور رييس زرداري په دې ليكنه كې د اوباما لخوا په دغو عملياتو كې د پاكستان د رول يادونې له كبله مننه كړې.
زرداري ليكلي، چې د اېبټ اباد عملياتو څخه څو ساعته وروسته طالبانو هم خپل عكس العمل څرګند كړ، چې په كې يې پاكستان د اسامه د وژل كېدو زمه وار بللى او ترې يې د غچ اخيستو ګواښ كړى دى.
نوموړي زياته كړې، چې په دې ستونزمنې شېبې كې د پاكستان ولس، حكومت، پوځ او استخباراتي ادارې سره متحدې دي.
د ده په وينا: له هېواد بهر ځيني خلك پر دې ټينګار كوي، چې داسې نه ده، خو دا ناسمه خبره ده او پاكستانيان سره متحد دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ