د ملګرو ملتونو امنيت شورا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په وژل كېدو خوښي څرګنده كړه او دا يې د ترهګرو پر ضد د جنګ يو مهم ګوټ پير وباله. امنيت شورا له ټولو هېوادونو څخه غوښتي، چې د ترهګرو د راپرزونې په برخه كې خپل فعاليتونه چټك كړي.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د القاعدې د مشر اسامه بن لادن په وژل كېدو خوښي څرګنده كړه او دا يې د ترهګرو پر ضد د جنګ يو مهم ګوټ پير وباله.
امنيت شورا له ټولو هېوادونو څخه غوښتي، چې د ترهګرو د راپرزونې په برخه كې خپل فعاليتونه چټك كړي.
دغه خبره امنيت شورا د اسامه له وژل كېدو وروسته په يوې ځانګړې ناستې كې كړې ده.
په ياده ناسته كې د القاعدې د ټولو بريدونو يادونه وشوه او وويل شول، چې د هيڅ يوې نظريې تر سيوري لاندې به د معصومو انسانانو وژل كېدل روا ونه بلل شي.
شورا دغه خبره بيا تكررا كړه، چې بايد ترهګري د هيڅ يوه مذهب، قوم، ټولنې يا ډلې اړوند كار و نه بلل شي او له منځه وړولو لپاره يې بايد نړيوال سره په ګډه كار وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

