د پاكستان ايبټ اباد ښار ته څېرمه په كاكول سيمه كې پوځي اكاډمۍ ته نيږدې پر يوه كور پوځي هليكوپټر راپرېوتې او له منځه تللى. د پوليسو د معلوماتو له مخې پاكستاني پوځ سيمه محاصره كړې او ملكي چارواكو او خلكو ته هلته د تګ اجازه نه وركوي.
د پاكستان ايبټ اباد ښار ته څېرمه په كاكول سيمه كې پوځي اكاډمۍ ته نيږدې پر يوه كور پوځي هليكوپټر راپرېوتې او له منځه تللى.
د پوليسو د معلوماتو له مخې پاكستاني پوځ سيمه محاصره كړې او ملكي چارواكو او خلكو ته هلته د تګ اجازه نه وركوي.
د پوليسو چارواكو، چې نوم يې نه دى ښودل شوى، رسنيو ته ويلي، چې لومړى په سيمه كې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، ورپسې هليكوپټر پورته شوه او په دې پسې سمدستي د ډزو غږونه هم واورېدل شول، خو وروسته بيا هغه الوتكه راپرېوته او ا ور يې واخيست.
په سيمه كې عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي، چې پاكستاني پوځ تر درې كيلومټرو پورې سيمه كلابند كړې او د پوځ څو لارۍ هغې سيمې ته د تلو په حال كې ليدل شوې دي.
په دې اړه لا پاكستاني پوځ څه نه دي ويلي، چې دغه پېښه څه ډول رامنځته شوه او په كې څومره كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

