ads

بارك اوباما: اسامه بن لادن ووژل شو

د امريكا جمهور رييس بارك اوباما څو ساعته دمخه په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته په خپل مخامخ وينا كې وويل، چې د دوى سرتېرو د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.     د امريكا جمهور رييس بارك اوباما څو ساعته دمخه په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته په خپل مخامخ وينا كې وويل، […]

نویسنده: TKG
12 غویی 1390

د امريكا جمهور رييس بارك اوباما څو ساعته دمخه په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته په خپل مخامخ وينا كې وويل، چې د دوى سرتېرو د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

 

 

د امريكا جمهور رييس بارك اوباما څو ساعته دمخه په سپينه ماڼۍ كې خبريالانو ته په خپل مخامخ وينا كې وويل، چې د دوى سرتېرو د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

نوموړي زياته كړې، چې د اسامه جسد د دوى د پوځيانو لاس ته ورغلى دى.

د راپورونو له مخې په دغو عملياتو كې درې نور كسان هم وژل شوي، چې په كې د اسامه بن لادن پر زوى سربېره يوه مېرمن هم شامله ده.

اوباما ويلي، چې امريكايي ځواكونه د پاكستاني پوځ په مرسته هغه ځاى ته چې اسامه په كې پټ و ور رسېدلي.

د ده په وينا، په هغه ورځ، چې د امريكا د جمهوري رياست پر څوكۍ كېناسته د سي آى اې مشر ليون پنيټا ته ويلي وو، چې د اسامه بن لادن وژل يا نيول د ده په لومړيتوبونو كې راځي.

جمهور رييس اوباما زياته كړې، چې ده د دغه عملياتو اجازه يوه اونۍ دمخه وركړې وه.

اسامه بن لادن د هغو كسانو د لېست په سر كې وو، چې امريكا يې په لټه كې ده.

جمهور رييس اوباما ويلي، چې د دوى د پوځ يوې ډلې اسامه بن لادن هغه مهال د عملياتو پرمهال د پاكستان په ايبټ اباد سيمه كې وواژه، چې په يوه كور كې پټ و.

امريكا د سيبټمبر د ۱۱ مې څخه د مخه هم د اسامه بن لادن د نيولو په هڅه كې وه، خو د ۲۰۰۱ د سيبټمبر په ۱۱ مه، چې كله په نړيوال سوداګريز مركز او پينټاګون ترهګريز بريدونه وشول او له كبله يې تر ۳۰۰۰ زيات خلك ووژل شول، نو له هغې وروسته اسامه بن لادن د امريكا د تور لېست په سر كې ځاى وموند.

بايد وويل شي، چې تر دې دمخه يې هم د مرګ او ژوند په اړه بېلابېلې خبرې كېدې، خو تر اوسه يې لا په اړه كره شواهد نه دي ترلاسه شوي، چې وژل شوى كه ژوندى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA