برتانوۍ ګارډين ورځپاڼې ته په لاس ورغليو پټو معلوماتو له مخې امريكايي چارواكي د پاكستان استخباراتي ادارې(آى ايس آى) ته د يوې ترهرګرې ادارې په سترګو ګوري.
برتانوۍ ګارډين ورځپاڼې ته په لاس ورغليو پټو معلوماتو له مخې امريكايي چارواكي د پاكستان استخباراتي ادارې(آى ايس آى) ته د يوې ترهرګرې ادارې په سترګو ګوري.
د دغو معلوماتو له مخې، ګونتنامو كې پلټونكو ته لارښوونه شوې وې وه، چې كه د كومو كسانو اړيكې له آى ايس آى، القاعدې، حماس او حزب الله سره ثابتې شوې، نو هغوو ته بايد د ترهګر يا مزاحمت كوونكي په سترګه وكتل شي.
د پاكستاني پوځ د عامه اړيكو مشر اطهر عباس په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه كړې، بلخوا د امريكا د بهرنيو چارو وزارت كه څه هم د دغو خبرونو د نشر غندنه كړې، خو دا يې نه دي ويلي، چې دغه خبرونه سم دي كه ناسم.
د ۲۰۰۷ ميلادي كال د دغو پټو معلوماتو له مخې د آى ايس آى په شمول له دغو تنظيمونو سره ، د يوه تن اړيكه هم د دې خبرې ثبوت دى، چې هغه تن په راتلونكي كې د امريكا لپاره خطره كېداى شي.
په دغو امريكايي پټو معلوماتو كې آى ايس آى په هغو ۳۶ ډلو كې شامله شوې، چې په كې د مصر اسلامي جهاد، چې رهبري يې د القاعدې مرستيال ايمن الزواهرى كوي، د چيجنيا د حكومت ضده ډله، د ايران استخباراتي ادارې او اخوان المسليمون په څېر تنظيمونه شامل دي.
د اخبار د راپور له مخې، دغه لېست د ۲۰۰۷ كال دى، خو د دې خبرې امكان ډېر كم دى، چې اوس دې د آى ايس آى نوم له دې لېسته غورځول شوى وي.
په دغو پټو امريكايي معلوماتو كې د ګونتنامو د ۷۰۰ زندانيانو د شا ليد په اړه معلومات وړاندې شوي او د دغو معلوماتو له مخې څو ځله د آى ايس آى نوم ذكر شوى، چې دا اداره په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو پر ضد د جګړه مارو او آن القاعدې سره مرستې كوي.
د دغو پټو معلوماتو له مخې له ګونتنامو څخه د هارون الافغاني په نامه د يوه تن نه خوشې كېدو يو لامل دا و، چې ده د ۲۰۰۶ ميلادي كال په اګست مياشت كې په يوې داسې غونډې كې ګډون كړى و، چې په كې د پاكستاني پوځ او استخباراتو مشرانو په شمول د القاعدې، طالبانو، لشكر طيبه او حزب اسلامي لوړ پوړو چارواكو ګډون درلود.
ګارډين ليكي، چې د دغې خبرې په افشا كېدو سره، چې امريكا، آى ايس آى د القاعدې او طالبانو په څېر يوه خطرناكه اداره بولي، نو د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ به خرابې اړيكې لا پسې خرابې شي.
د تېر كال په نومبر كې هم ګارډين دغه راز توكي خپاره كړي وو، چې له مخې يې امريكايي استخباراتي ادارو ته داسې معلومات په لاس ورغلي، چې آى ايس آى له څو كلونو راهيسې په افغانستان كې له طالبانو سره مرسته كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


