يمن کې واکمن ګوند د خليج د عربي هېوادونو وړانديز په بشپړه توګه منلى دى، چې موخه يې په هېواد کې روان سياسي کړکېچ ته د حل لارې لټول دي. د وړانديز له مخې اپوزېسيون سره د تړون کولو وروسته به يوه مياشت کې دننه دننه جمهور رييس علي عبدالله صالح واک خپل مرستيال ته سپاري، چې
يمن کې واکمن ګوند د خليج د عربي هېوادونو وړانديز په بشپړه توګه منلى دى، چې موخه يې په هېواد کې روان سياسي کړکېچ ته د حل لارې لټول دي.
د وړانديز له مخې اپوزېسيون سره د تړون کولو وروسته به يوه مياشت کې دننه دننه جمهور رييس علي عبدالله صالح واک خپل مرستيال ته سپاري، چې په بدل کې به يې هغه له عدلي پلټنو څخه معاف وي.
د دغه پلان له مخې به د لاريونونو لړۍ هم پاى ته ورسېږي.
د يمن د اطلاعاتو مرستيال وزير عبدواالجنادي د استعفا شرايط په دې ټکو وړاندې کړل:((جمهور رييس علي عبدالله صالح او د ده ګوند د دغه پلان له ټولو مادو سره هوکړه کړې ده، دا هر څه به د يمن د اساسي قانون په رڼا کې تر سره کيږي.))
نوموړي زياته كړېه، چې جمهور رييس به د قانون د ١١٦ مادې پر بنسټ خپله استعفا د ملي شورا غړو ته وړاندې کوي.
له دې سره هم مهاله د يمن د ٧ ګوندونو مخالفې ټلوالې د يو لړ ملاحظاتو سره د دغه پلان هرکلى وکړ.
د امريکا متحدو ايالتونو د وړاندې شوي پلان د منلو په اړه د دواړو غاړو ستاينه وکړه او له سوله ييزې لارې يې د واک سپارلو غږ وکړ.
٦٩ کلن جمهور رييس علي عبدالله صالح له تېرو ٣٢ کالو راهسې په يمن واکمني کوي او له تېرو ٢ مياشتو راهيسې يې د حکومت پر ضد لاريونونه دي، چې په تر څ کې يې تر ١٢٠ زيات کسان وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

