ads

سرحدي پوليسو د ځانمرګو بريدونو شپږ واسكټه ونيول

سرحدي پوليسو تېره شپه د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ پر ګډه پوله ۶ عدده ځانمرګي واسكټونه، شپږ جوړې د ايساف ځواكونو درېشي او يوه اندازه چاودېدونكو توكي نيولي دي. سرحدي پوليسو تېره شپه د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ پر ګډه پوله ۶ عدده ځانمرګي واسكټونه، شپږ جوړې د ايساف ځواكونو درېشي او يوه […]

نویسنده: The Killid Group
31 وری 1390

سرحدي پوليسو تېره شپه د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ پر ګډه پوله ۶ عدده ځانمرګي واسكټونه، شپږ جوړې د ايساف ځواكونو درېشي او يوه اندازه چاودېدونكو توكي نيولي دي.

سرحدي پوليسو تېره شپه د كندهار د سپين بولدك ولسوالۍ پر ګډه پوله ۶ عدده ځانمرګي واسكټونه، شپږ جوړې د ايساف ځواكونو درېشي او يوه اندازه چاودېدونكو توكي نيولي دي.

د کندهار ولايت د درېم سرحدي زون درستيزال مل پاسوال عبدالرازق خبريالانو ته وويل، چې  ياد توكي يې په يوه تراكتور كې، چې د كور سامان الات يې هم پكې وو د تر لاسه شويو پټو معلوماتو پر بنسټ تر لاسه کړي، چې دوه تنه يې هم د تړاو په تور نيول شوي دي.

د هغه په وينا: وسله والو مخالفينو غوښتل، چې ياد توكي د ارزګان مركز ترينكوټ ته واستوي او هلته د بهرنيو ځواكونو پر اډو او مرکزونو ځانمرګي بريدونه تر سره كړي.

د عبدالرازق په خبره، ياد توكي له پاكستان هېواد څخه راوړل شوي وو، چې په اړه يې د نيول شويو دوو تنو څخه پلټني روانې دي.

تراوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA