ads

عاج ساحل كې سياسي كړكېچ پاى ته ورسېد

په عاج ساحل کې ٤ مياشتنى سياسي کړکيچ د جمهور رييس لورانټ باګبو په نيول کېدو سره پاى ته ورسيد. د باګبو تر نيول کېدو وروسته د عاج ساحل په راديو تلويزيون کې د نړيوالو له لوري پېژندل شوي په عاج ساحل کې ٤ مياشتنى سياسي کړکيچ د جمهور رييس لورانټ باګبو په نيول کېدو […]

نویسنده: TKG
24 وری 1390

په عاج ساحل کې ٤ مياشتنى سياسي کړکيچ د جمهور رييس لورانټ باګبو په نيول کېدو سره پاى ته ورسيد. د باګبو تر نيول کېدو وروسته د عاج ساحل په راديو تلويزيون کې د نړيوالو له لوري پېژندل شوي

په عاج ساحل کې ٤ مياشتنى سياسي کړکيچ د جمهور رييس لورانټ باګبو په نيول کېدو سره پاى ته ورسيد.

د باګبو تر نيول کېدو وروسته د عاج ساحل په راديو تلويزيون کې د نړيوالو له لوري پېژندل شوي جمهور رييس الا سان په خپله وينا کې وويل: باګبو د هغه مېرمن او د هغه نيول شوي ځواکونه   له بشري حقونو څخه برخمن وي او دوى هڅه کوي، چې يوه حقيقت موندونکې جرګګۍ جوړه کړي.

نوموړي زياته كړې، چې دوى د باګبو له ټولو ملاتړو ځواکونو څخه غواړي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

الاسان اوتارا ژمنه وکړه، چې د باګبو لپاره به عادلانه محکمه دايره شي.

د ملګرو ملتو د سازمان مشر بانکي مون په خپله وينا کې د باګبو په نيول کېدو خوښي وښوده او ويې ويل:  د ا په عاج ساحل کې د هغه  دورې پاى و، چې بايد نه وه پېښه شوې.

په دغو تاوتريخوالو كې تر زرو زيات کسان وژل شوي او له سلو زرو زيات له هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هيلري کلنټن هم د باګبو پر نيونې خوښي ښودلې او ويلي يې دي، چې د ده نيونه زورواکانو ته دا پيغام ورکوي،  چې هغوي نه شي کولاى د يو ديموکراتيک بهير پرته ځان د جمهور رييس په توګه په خلکو وروتپي.

نوموړې زياته كړه، چې امريکا به هڅه وکړي له اوتارا سره د دې هېواد د يو مشروع جمهور رييس په توګه همکاري وکړي.

باګبو له نيول کېدو وروسته ګلف هوټل ته چې الاسان اوتارا او د ملګرو ملتونو ځواکونه په کې مېشت دي لېږدول شوى.

او اوس د عاج ساحل د لوى ښار ابيجان په لارو کوڅو کې د جمهور رييس الاسان اوتارا پلوي ځواكونه په ګزمو بوخت دي.

په عاج ساحل کې د ٤ مياشتني سياسي کړکيچ له پاى ته رسېدو وروسته اوس هم د ستر ښار ابيجان اوسېدونکي د وسله والو نښتو له وېرې په خپلو کورونو کې بند پاتي دي او لا هم باوري نه دي، چې کړکيچ دې پاى ته رسېدلى وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA