ads

د اسرايلو په هوايي بريد كې لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د فلسطين په غزې تړانګې كې د اسرايلو د هوايي بريد له كبله د حماس درې جنګيالي وژل شوي، چې په دې سره په تېرو درې ورځو كې د وژل شويو فلسطينيانو شمېره ۱۷ تنو ته ورسېده او لسګونه نور ټپيان دي.     د فلسطين په غزې تړانګې كې د اسرايلو د هوايي بريد […]

نویسنده: TKG
21 وری 1390

د فلسطين په غزې تړانګې كې د اسرايلو د هوايي بريد له كبله د حماس درې جنګيالي وژل شوي، چې په دې سره په تېرو درې ورځو كې د وژل شويو فلسطينيانو شمېره ۱۷ تنو ته ورسېده او لسګونه نور ټپيان دي.

 

 

د فلسطين په غزې تړانګې كې د اسرايلو د هوايي بريد له كبله د حماس درې جنګيالي وژل شوي، چې په دې سره په تېرو درې ورځو كې د وژل شويو فلسطينيانو شمېره ۱۷ تنو ته ورسېده او لسګونه نور ټپيان دي.

اسرايلو ويلي، چې دوى دغه بريدونه د حماس ډلې د هغه مزايل بريد په ځواب كې پيل كړى، چې څو ورځې د مخه يې د ماشومانو د ښوونځي پر موټر ترسره كړى و.

حماس ډلې د جمعې په شپه په اسرايلو څو مزايل توغندي توغولي وو، چې له كبله يې يو ځوان ډېر سخت ټپي شوى و.

له دې بريد وروسته اسرايلو پر غزې تر شلو زيات بريدونه وكړل، چې له كبله يې لسګونه فلسطنيانو ته مرګ ژوبله واوښته.

بايد وويل شي، چې دغه بريد د فلسطين د جنګيالۍ ډلې حماس لخوا اسرايلو سره د جنګ بنديز له اعلان څو ساعته وروسته شوى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA