د ليبيا د حکومت ضد وسله والو پر ناټو د ټكنيو هوايي بريدونو له كبله نيوكه كړې او زياته كړې يې ده، چې دغه تړون سست فعاليت کړی دی. د ليبيا د کورنيو چارو پخواني وزير عبد الفتاح يونس،
د ليبيا د حکومت ضد وسله والو پر ناټو د ټكنيو هوايي بريدونو له كبله نيوكه كړې او زياته كړې يې ده، چې دغه تړون سست فعاليت کړی دی.
د ليبيا د کورنيو چارو پخواني وزير عبد الفتاح يونس، چې دا مهال د قذافي له مخالفانو دى، تېره ورځ په بن غازي ښار کې خبريالانو ته وويل، چې د ناټو د ټکنيو هوايي حملو له امله د قذافي ځواکونو ته دا زمينه په لاس ورغلې، چې پرمختګ وکړي او په مصراته ښار کې چې دا مهال کلابند دی خلک ووژني.
هغه خبردارى ورکړی، چې دا موضوع به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ته وړاندې کړي.
خوناټو بيا ويلي، چې دا تړون د ملګرو ملتونو د پرېکړه ليک له مخې خپل ماموريت ترسره کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

