لويديځو هېوادونو غوښتنه کړې ده، چې قذافي بايد له واکه ليرې شي، خو د قذافي وياند ويلي، دي چې قذافي په ليبيا کې د ټاكنو او په سياسي سيستم کې د اصلاحاتو د مفکورې منلو ته چمتو دی، خو په قدرت کې د ده د پاتې کېدو يا لرې کېدو پرېکړه بايد يوازې د ليبيا خلک وکړي.

نوموړي زياته كړې، چې د ليبيا رژيم د هغو طرحو په اړه بحث ته چمتو دی، چې په دې هېواد کې د ډيموکراسۍ پراختيا، شفافيت، دمطبوعاتو ازادۍ او د فساد ضد قوانين غواړي.
بلخوا ايټاليا پرون وويل، چې دليبيا دمخالفينو د شورا په رسميت پېژندلو ته چمتو ده، ايټاليا به له فرانسې او قطر وروسته دريم هېواد وي چې دا شورا په رسميت پېژني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ