د خيبرپښتونخوا ايالت د كوز دير په يوه بس تمځاى كې ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان دي. په سيمه كې د پوليسو يوه چارواكي عزيز الله خان رسنيو ته ويلي،
د خيبرپښتونخوا ايالت د كوز دير په يوه بس تمځاى كې ځانمرګى بريد شوى، چې له كبله يې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او تر شلو زيات ټپيان دي.
په سيمه كې د پوليسو يوه چارواكي عزيز الله خان رسنيو ته ويلي، چې بريد سهار شواخوا يولس بجې او پنځوس دقيقې له تېمرګرې څخه نږدې ۱۸ كيلومتره لرې لويديځ خوا ته د مونډا سيمې د بسونو په يوه تمځاى كې رامنځته شوې.
نوموړي زياته كړې، چې بريدګره پلى و او هغه مهال يې بريد ترسره كړ، چې په سيمه كې بې شمېره كسان راټول وو.
د ياد چارواكي په وينا، له پېښې وروسته سيمه پوليسو كلابند كړه او پېښه كې زيانمن كسان يې د خلكو په ګډې همكارۍ ځايي ملكي روغتون ته ولېږدول.
مونډا له باجوړ ايجنسۍ سره په دوه كيلومترۍ تره قبيايلي سيمې ده، چې په كې تر دې وړاندې هم پر دولتي او نوورو قانون پلي كوونكو اداره ورته بريدونه ترسره شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


