ads

صوابۍ کې ځانمرګي بريد ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ښار کې د موټر سايکل پر مټ شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. بريد د جمعيت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن د هركلي په مراسمو كې شوى، د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ښار کې د موټر سايکل پر مټ شوي ځانمرګي […]

نویسنده: TKG
11 وری 1390

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ښار کې د موټر سايکل پر مټ شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. بريد د جمعيت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن د هركلي په مراسمو كې شوى،

د خيبر پښتونخوا په صوابۍ ښار کې د موټر سايکل پر مټ شوي ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

بريد د جمعيت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن د هركلي په مراسمو كې شوى، چې په كې پوليس او د دغو مراسمو ګډونوال مړه او ټپيان دي.

د پوليسو د معلوماتو له مخې مولانا فضل الرحمن له چاودنې څخه څو شېبې وړاندې له دې سيمې تېر شوى و او چارسدې ته په يوې غونډې كې د وينا لپاره روان وو.

د صوابۍ د پوليسو يو تن چارواکي شير افسر خان رسنيو ته ويلي، چې دا د يوه موټر سايكل پرمټ ځانمرګى بريد و او هغه مهال رامنځته شو، چې پوليس پر موټر سايكل سپور ته د درېدو حكم وكړ.

د ياد چارواكي په وينا، په بريد كې يو پوليس هم وژل شوى دى.

بلخوا د صوابۍ روغتون چارواكو رسنيو ته ويلي، چې له چاودنې وروسته دوى ته درې مړي او پينځه ټپيان ور وړل شوي وو، چې وروسته د ټپيانو له جملې ۲ هغه يې د سختو ټپونو له كبله پېښور ته ولېږدول.

دوى زياته كړې، چې ۱۳ نور ټبيان يوه بل سيمه ييز روغتون ته وړل شوي، چې له هغو څخه هم ۵ يې چې سخت ټپيان وو پېښور ته لېږدول شوي دي.

صوابۍ له اسلام اباد سره نږدې په اويا كيلومترۍ كې پروت ښار دى، چې په كې تېر كال په نومبر كې هم يو ځانمرګى بريد شوى و او په هغې كې هم د پوليسو د تلاشۍ يوه پوسته په نښه شوې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA