د راپورونو له مخې د معمر قذافي ملاتړو ځواکونو له ياغيانو درې مهم ځايونه بېرته ونيول. دغه ځواكونه، چې ټانکونه او زغره وال موټر ورسره دي د تيلو غني ښارګوټى راس لانوف، عقيله او برقع ښارګوټي نيولي دي او د اجدابيا ښار څنډو ته رسيدلي دي.
د راپورونو له مخې د معمر قذافي ملاتړو ځواکونو له ياغيانو درې مهم ځايونه بېرته ونيول.
دغه ځواكونه، چې ټانکونه او زغره وال موټر ورسره دي د تيلو غني ښارګوټى راس لانوف، عقيله او برقع ښارګوټي نيولي دي او د اجدابيا ښار څنډو ته رسيدلي دي.
اجدابيا د وسله والو جنګيالو له عمده مرکز څخه، چې بن غازي نومېږي يوسلو شپيته کليومتره واټن لري.
په غرب کې د قذافي ځواکونو لا هم د مصراته ښارګوټي، چې د مخالفو وسله والو په ولكه کې دی، په خپله محاصره کې ساتلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


