ads

د ليبيا دولت ضد ډلې بريقه ښار هم ونيولو

ليبيا كې دولت ضد ډلې د تېلو د توليد له پلوه د مهم ښار اجدابيا له نيولو وروسته د لويديځ پر لور پرمختګ پيل كړ. يادې ډلې وروسته له هغې ياد ښار ونيوه، چې د لويديځ ايتلاف الوتكو اوه ورځې سر په سر د ليبيا د دولتي پوځ مركزونه بمبار كړل. ليبيا كې دولت ضد […]

نویسنده: TKG
7 وری 1390

ليبيا كې دولت ضد ډلې د تېلو د توليد له پلوه د مهم ښار اجدابيا له نيولو وروسته د لويديځ پر لور پرمختګ پيل كړ. يادې ډلې وروسته له هغې ياد ښار ونيوه، چې د لويديځ ايتلاف الوتكو اوه ورځې سر په سر د ليبيا د دولتي پوځ مركزونه بمبار كړل.

ليبيا كې دولت ضد ډلې د تېلو د توليد له پلوه د مهم ښار اجدابيا له نيولو وروسته د لويديځ پر لور پرمختګ پيل كړ.

يادې ډلې وروسته له هغې ياد ښار ونيوه، چې د لويديځ ايتلاف الوتكو اوه ورځې سر په سر د ليبيا د دولتي پوځ مركزونه بمبار كړل.

اوس داسې راپورونه وركول كېږي، چې دولت ضد ډلې له اجدابيا وروسته ۷۰ كيلو متره لرې بريقه ښار هم نيولى.

د نويو خبرونو له مخې، ايتلافي ځواكونو پر مركزي ښار سبها هم بريد كړى.

د ليبيا تلوېزيون د معلوماتو له مخې په دغه بريد كې پوځيانو او ولسي وګړو دواړو ته زيان ا وښتى، خو د دوى د دغې ادعا پخلى لا كومې ازادې سرچينې نه دى كړى.

په راپور كې دا هم راغلي، چې ايتلافي الوتكو د ډګرمن قذافي پر غښتلي سنګر (سرت) ښار هم بمبار كړى- دا ښار د طرابلس او بن غازى ترمنځ د روم بحيرې په ساحل كې پروت دى- ډګرمن قذافي په سرت ښار كې پيدا شوى او په همدې سيمه كې ډېر ملاتړي لري.

د ليبيا د دولت وياند خالد كيم هم د دې پخلى كړى، چې د ايتلافي ځواكونو د مداخلې له كبله د ليبيا پوځ اجدابيا سيمه خالي كړې- د ډګرمن قذافي پلويانو يوه اونۍ وړاندې ياده سيمه د باغيانو له ولكې خلاصه كړې وه او د بن غازى څنډو ته رسيدلي وو، چې د ايتلافي ځواكونو الوتكو پر ليبيا بمبار پيل كړه.

بلخوا فرانسې ويلي، چې د دوى الوتكو تېره ورځ په مصراته هوايي ډګر كې ولاړې پينځه پوځي الوتكې او دوه چورلكې له منځه وړي.

د ډګرمن قذافي ځواكونه دا مهال لويديځې سيمې، مركز طرابلس، مصراته او څو نورې سيمې په واك كې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA