په خيبر پښتونخوا ايالت كې نن سهار دپوليسو پر يوې پوستې ځانمرګي بريد وشو ، چې په پايله كې يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله. په هنګوکې دپوليسو يوه افسر دنامه له ښودلو پرته رسنيو ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونک
په خيبر پښتونخوا ايالت كې نن سهار دپوليسو پر يوې پوستې ځانمرګي بريد وشو ، چې په پايله كې يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
په هنګوکې دپوليسو يوه افسر دنامه له ښودلو پرته رسنيو ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل لارۍ موټر دهنګو د دوابې د پوليسو له پوستې سره وجنګاوه ،چې له امله يې لسگونو تنو ته مرگ ژوبله واړوله .
خوعيني شاهدان وايي، چې دچاودنې له امله د پوليسو دپوستې ودانۍ په بشپړ ډول له منځه تللې او نږدې کورونو ته هم زيان اوښتى دى.
دشاهدانو په وينا ، په دې پيښه کې شاوخوا لس تنه وژل شوي او له ٥٠ زيات نور ټپيان دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته وړل شوي دي.
ديادونې ده، چې له دې مخکې هم په هنګو سيمه کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې شوې، چې له امله يې لسګونو امنيتي سرتېرو او عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


