ads

د ډګرمن قذافي پر ودانۍ د مزايل بريد

د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا په مركز طرابلس كې د يوې ودانۍ د له منځه وړلو خبر وركړ، چې د دوى په وينا د ډګرمن قذافي د امر او كنټرول مركز و. د ليبيا دولتي چاروكو هم د دغې ودانۍ د ړنګېدو پخلى كړى او دغه درې پوړيزه ودانۍ بهرنيو ژورنالساتو ته ښودلې، خو […]

نویسنده: TKG
1 وری 1390

د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا په مركز طرابلس كې د يوې ودانۍ د له منځه وړلو خبر وركړ، چې د دوى په وينا د ډګرمن قذافي د امر او كنټرول مركز و. د ليبيا دولتي چاروكو هم د دغې ودانۍ د ړنګېدو پخلى كړى او دغه درې پوړيزه ودانۍ بهرنيو ژورنالساتو ته ښودلې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا په مركز طرابلس كې د يوې ودانۍ د له منځه وړلو خبر وركړ، چې د دوى په وينا د ډګرمن قذافي د امر او كنټرول مركز و.

د ليبيا دولتي چاروكو هم د دغې ودانۍ د ړنګېدو پخلى كړى او دغه درې پوړيزه ودانۍ بهرنيو ژورنالساتو ته ښودلې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

د لويديځ اتيلاف الوتكو د دويمې شپې لپاره هم د ډګرمن قذافي پر پوځي اډو د بمبار لړۍ جاري ساتلې.

يادو ځواكونو دا بريدونه وروسته له هغې پیل کړل، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې پنجشنبې په ورځ د لیبیا پر فضا د الوتنو د بندیز پریکړه لیک تصویب کړ.

امریکايي چارواكو ویلي، د دوى د بريدونو موخه قذافي نه بلكې د هغه دفاعي سیستم له منځه وړل دي.

بلخوا د عربي اتحاديې مشر امر موسى ويلي، چې د لويديځ ايتلاف لخوا پر ليبيا دغه بريدونه د پروازونو د بنديز له حكم وړاندې تللي.

نوموړي زياته كړې، چې عربي اتحاديې يوازې د ليبيا پر فضا د الوتنو د بنديز خبره كړې وه، ځكه چې دوى د ليبيا د ولس د ژوند ساتنه غواړي، نه د هغوى وژنه.

د امر موسى په وينا، عربي اتحاديه نه غواړي، چې د د الوتنو د بنديز په پلمه لويديځ هېوادونه پر ليبيا بريد وكړي.

بلخوا قذافي پر خپل ولس غږ كړى، چې په دې صليبي جګړې كې دې د خپل هېواد دفاع وكړي.

نوموړي زياته كړې، چې د دوى پرمخ د دولت د وسله تون ور پرانيستى دى او دوى كولاى شي، چې د خپل هېواد د دفاع لپاره ترې وسلې واخلي.

ډګرمن قذافي باغيان د صليبي بريدګرو پلويان بللي او زياته كړې يې ده، چې دوى د هېواد غداران دي او له منځه به يوړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA