ads

د ليبيا پر پوځي مركزونو د ايتلافي ځواكونو بريد

د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا پر دولتي پوځي مركزونو تر سلو زيات كروز مزايل توغولي، چې د ليبيا د دولتي چاراكو په وينا له كبله يې لسګونه ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا پر دولتي پوځي مركزونو تر سلو زيات كروز مزايل توغولي، چې د ليبيا د دولتي […]

نویسنده: TKG
29 کب 1389

د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا پر دولتي پوځي مركزونو تر سلو زيات كروز مزايل توغولي، چې د ليبيا د دولتي چاراكو په وينا له كبله يې لسګونه ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د لويديځ ايتلاف ځواكونو د ليبيا پر دولتي پوځي مركزونو تر سلو زيات كروز مزايل توغولي، چې د ليبيا د دولتي چاراكو په وينا له كبله يې لسګونه ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ډګرمن قذافي د حكومت يوه وياند ويلي، چې په دغه بريدونو كې تر ۵۰ زيات ملكي وګړي مړه شوي او سلګونه نور په روغتونونو كې تر درملنې لاندې دي، خو تر اوسه ازادو سرچينو د دوى د دعوا پخلى نه دى كړى.

يادو ځواكونو د ملګرو ملتونو د تړون له مخې پر ليبيا دغه بريدونه كړي.

د امريكا دفاع وزات ويلي، چې دوى د ليبيا پر پوځي مركزونو ۱۱۲ كروز مزايل توغولي او دغه راز د بريتانيې او فرانسې الوتكو هم پر دغو ځايونو هوايي بريدونه ترسره كړي.

كه څه هم په مستقيم ډول د امريكا الوتكې په دغو بريدونو كې ګډون نه لري، خو ورسره اړينو توكو په برابرولو كې مرسته كوي.

د راپورونو له مخې، كاناډا هم د دغو ځواكونو د ملتيا لپاره خپلې الوتكې استولي او ايټاليا ورته خپل هوايي ډګرونه په واك كې وركړي، څو پر ليبيا له نږدې څخه بريدونه ترسره كړي.

د فرانسې د بهرنيو چارو وزير الين جوف ويلي، چې دغه بريدونه به تر هغې دوام وكړي، څو د قذافي ځواكونه د ملكي وګړو وژنه ونه دروي او دوى ته د جمهوريت غوښتنې د اواز پورته كولو اجازه ورنه كړي.

بلخوا د ليبيا پوځ ادعا كړې، چې دوى د فرانسې يوه الوتكه راپرځولې، خو فرانسې د دوى ادعا بې ځايه بللې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA