ads

ليبيا دې د ملګرو ملتونه پرېکړه ليک ومني

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما، د ليبيا مشر معمر القذافي ته خبرداری ورکړ او ويې ويل، که چيرې نوموړی د ملګرو ملتونو پريکړه ليک ونه مني نو له پوځي عمل سره به مخامخ شي. دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما، د ليبيا مشر معمر القذافي ته خبرداری ورکړ او ويې […]

نویسنده: TKG
28 کب 1389

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما، د ليبيا مشر معمر القذافي ته خبرداری ورکړ او ويې ويل، که چيرې نوموړی د ملګرو ملتونو پريکړه ليک ونه مني نو له پوځي عمل سره به مخامخ شي.

دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما، د ليبيا مشر معمر القذافي ته خبرداری ورکړ او ويې ويل، که چيرې نوموړی د ملګرو ملتونو پريکړه ليک ونه مني نو له پوځي عمل سره به مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو پريکړه ليک د ليبيا په فضا کې د الوتنو د بنديز ملاتړ کوي.

جمهور رييس اوباما دغه راز وويل، قذافي بايد هغه اوربند مراعات کړي، چې د ليبيا رژيم پرون  اعلان کړ.

له دې مخکې دليبيا دبهرنيو چارو وزير موسی کوسا ويلي و، ليبيا د ملګرو ملتونو غړی دی او پريکړه ليک ته يې بايد غاړه کيږدي.

د ناټو سفيرانو د بركسل په غونډې کې پريکړه وکړه، چې په ليبيا باندې د نړيوال عمل لپاره شرايط برابرشوي دي.

ټاکل شوې چې نن داروپايي اتحاديې،عربي اوافريقايي هېوادونو مشران په پاريس کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون سره وګوري او په ليبيا کې  به د ملکي خلکو د مصونيت په لارو چارو خبرې وکړي.

 

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA