پاکستان د جمعې په ورځ وويل، د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د بريد په اعتراض کې به د افغانستان په اړه مهمې غونډې کې ګډون ونه کړي. په دې حملې کې ۳۵ کسان وژل شوي دي.
پاکستان د جمعې په ورځ وويل، د امريکا د بې پيلوټه الوتکې د بريد په اعتراض کې به د افغانستان په اړه مهمې غونډې کې ګډون ونه کړي. په دې حملې کې ۳۵ کسان وژل شوي دي.
دپاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د متحده ايالاتو سفير کامرون منټر يې احضار کړ او ورته وويل شول، پاکستان به د مارچ د مياشتي د ۲۶ مې نيټې په غونډه کې چې د کابل، اسلام آباد او واشنګټن د استازو تر منځ جوړيږي، ګډون ونه کړي.
په پيښور کې استخباراتي منابع وايي، د پنجشنبې په ورځ يوې بې پيلوټه الوتکې د شمالی وزيرستان په دته خيلو کې، په يوې کلا باندې بريد وکړ او ۱۲ کسان يې په کې ووژل. دا سېمه د طالبانو او القاعده شبکې مرکز بلل کيږي.
پاکستاني چارواکي وايي، د توغنديو په دې حملې کې ملکي خلک او پوليس هم وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


