ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۷ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. وژل شوي كسان د حافظ ګل بهادر د ډلې كسان بلل شوي دي.     د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې […]

نویسنده: TKG
25 کب 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. وژل شوي كسان د حافظ ګل بهادر د ډلې كسان بلل شوي دي.

 

 

د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

وژل شوي كسان د حافظ ګل بهادر د ډلې كسان بلل شوي دي.

په ميرانشاه كې يوه دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې نن سهار د شمالي وزيريستان له مركز ميرانشاه څخه نږدې ۴ كيلومتره لرې لويديځ ته د دته خېلو په دېګان سيمه كې امريكايي بې پيلوټه الوتكې په يوه كور كې پر يوه موټر د مزايلو بريد وكړپه نښه كړ، چې په ترڅ كې يې ۵ تنه ووژل شول او موټر هم له منځه لاړو.

سرچينې زياته كړې، چې له الوتكې څخه د توغول شويو مزايلو څخه دوه هغه يې پر يوې كوټې لګيدلي، چې له كبله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

په هغه سيمه كې، چې دغه پېښه رامنځته شوې، دا سيمه افغان پولې ته نږدې پرته ده او اوس هم په كې د روسانو پر خلاف د مجاهدينو د مهال او د افغان طالبانو د مهم قومندان جلال الدين حقاني مركزونه شتون لري.

د يادونې وړ ده، چې شمالي وزيريستان كې يو ځل بيا په داسې حال كې په ورته بريدونو كې ډېروالى راغلى، چې امريكا پر پاكستان د ترهرګرو سره پر جګړې زور راوړى، خو پاكستاني چارواكي لا دې كار ته تيار نه ښكاري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA