د خيبرپښتونخوا په مردان كې نامعلومو وسله والو د پوليسو پر موټر وسله وال بريد كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه دوه پوليس مړه او يو ټپي شو. له پېښې ورسته پوليسو ځوابي بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې څلور وسله وال ووژل شول.
د خيبرپښتونخوا په مردان كې نامعلومو وسله والو د پوليسو پر موټر وسله وال بريد كړى، چې له كبله يې لږ تر لږه دوه پوليس مړه او يو ټپي شو.
له پېښې ورسته پوليسو ځوابي بريد وكړ، چې په ترڅ كې يې څلور وسله وال ووژل شول.
د مردان د پوليسو يوه افسر لياقت علي خان رسنيو ته وويل، چې پېښه نن سهار مردان ښار ته څېرمه پر مردان- صوابۍ لويې لارې هغه مهال رامنځته شوه، چې نامعلومو وسله والو د پوليسو پر ګزمې بريد وكړ.
نوموړي زياته كړه، چې په بريد كې د پوليسو يو افسر مظهر شاه او د آى ايس اى غړى بختيار خان ووژل شول او د عابد په نامه يو سرتېرى ټپي شو.
د ياد پوليس افسر د معلوماتو له مخې، له بريد وروسته وسله وال په تېښته بريالي شوي وو، خو پوليسو سمدستي په سيمه كې چاڼيز عمليات پيل كړل، چې پرمهال يې څلور وسله وال و وژل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

