د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول. يوه ځايي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي،
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه ۴ تنه ووژل شول.
يوه ځايي دولتي چارواكي، چې نوم يې نه دى ذكر شوى رسنيو ته ويلي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې امريكايي بې پيلوټه الوتكې له ميرانشاه څخه نږدې ۱۵ كيلومتره لرې ختيځ ته په تپيى كلي كې يو موټر په نښه كړ.
نوموړي زياته كړې، چې په دغه مزايل بريد كې ۴ تنه ووژل شول.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې دا څلورم بريد دى، چې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو لخوا تر سره كېږي.
د ياد چارواكي د معلوماتو له مخې، پر موټرو د بې پيلوټه ا لوتكې لخوا ۲ مزايل توغول شوي، چې د يوه موټر په مخه او د بل پر چت لګيدلي او له كبله يې دواړه موټرې له منځه تللي.
د ځايي اوسېدونكو د معلوماتو له مخې، په موټرو كې سواره بهرنيان وو، چې په تپۍ سيمه كې په ښامه لار له كلي وتل.
تر اوسه د وژل شويو بهرنيانو هويت او ځاى ځايګي په اړه څه معلومات نشته.
د راپورونو له مخې پر دې سيمې پخوا هم ورته بريدونه شوي او دا يوه ګڼ مېشتې سيمه ده.
په دې وروستيو كې په پاكستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په بريدونو كې بيا زياتوالى راغلى دى او ډېرى وخت يادې الوتكې د جنوبي او شمالي وزيرستان فضا كې پر الوت ليدل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


