ads

د بې پيلوټه الوتكې د بريد خبر وركړل شو

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د چارواكو په وينا نن سهار امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر يوه موټر دوه ميزايل توغولي، چې له كبله يې موټر ويجاړ شوى، خو ځاني زيان نه لري. د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د چارواكو په وينا نن سهار امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر […]

نویسنده: TKG
22 کب 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د چارواكو په وينا نن سهار امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر يوه موټر دوه ميزايل توغولي، چې له كبله يې موټر ويجاړ شوى، خو ځاني زيان نه لري.

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د چارواكو په وينا نن سهار امريكايي بې پيلوټه الوتكې پر يوه موټر دوه ميزايل توغولي، چې له كبله يې موټر ويجاړ شوى، خو ځاني زيان نه لري.

د ځايي رسنيو د راپور له مخې دغه بريد د جنوبي وزيريستان له مركز وانا څخه نږدې ۱۵ كيلو متره لرې لويديځ خوا ته د اعظم ورسك بازار ته څېرمه شوى.

ويل كېږي امريكايي بې پيلوټه الوتكى لومړى يو مزايل وتوغاوه، چې موټر ته څېرمه ولګېد او په موټر كې سپاره خلك په تښته بريالي شول.

د يوه ځايي چارواكي چې نوم يې نه دى ذكر شوى په وينا، بې پيلوټه الوتكې دويم مزايل هم وتوغاوه، چې پرې موټر ولګېد او له منځه لاړو.

د ځايي خلكو د معلوماتو له مخې، له موټر څخه ښكته شوي ټول عربان وو او د پېښې ځاى ته ورڅېرمه سيمې ته وښتېدل او ځانونه يې پټ كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA