د امريكايي ځواكونو د ورستيو هوايي بمباريو له امله د ملكي خلكو د وژنې په اړه د درې ګونو امنيتي ارګانونو د چارواكو څرګندونې د وكيلانو د منلې وړ ونه ګرځېدې او د ملكي خلكو د وژونكو د عاملينو د محاكمې غوښتونكي شول.
د امريكايي ځواكونو د ورستيو هوايي بمباريو له امله د ملكي خلكو د وژنې په اړه د درې ګونو امنيتي ارګانونو د چارواكو څرګندونې د وكيلانو د منلې وړ ونه ګرځېدې او د ملكي خلكو د وژونكو د عاملينو د محاكمې غوښتونكي شول.
د ولسي جرګې د چارشنبې عمومي غونډې ته د ملي دفاع، كورنيو اوملي امنيت چارواكي ورغوښتل شوي وو، چې په روانه مياشت كې د ورستيو ملكي خلكو د وژنو په اړه د وكيلانو پوښتنو ته ځواب ووايي، خو د دوى څرګندونو د وكيلانو قناعت خپل نه كړې او په جدي توګه يې د دغو وژنو د عاملينو غوښتنه وكړه.
د كورنيو چارو وزير بسم الله محمدي د كنړ د غازي آباد او ماڼوګي ولسواليو ته په اشارې سره وويل، چې په دې سيمې د امريكايي ځواكونو د بمبارۍ له امله يې نړيوالو ځواكونو او له امريكايي چارواكو سره جدي او تندې خبرې كړي او ډاډ يې وركړ، چې په راتلونكي كې به داشان د ملكي خلكو وژنه نه تكراريږي.
د ملي دفاع وزرات لوى درستيز شيرمحمد كريمي وويل، چې د ملكي تلفاتو د مخنيوي په موخه يې له پخوا څخه هڅې چټكې كړي دي او همداراز دوى په دې اړه د نړيوالو ځواكونو له چارواكو سره هوكړې ته رسېدلي دي.
كه څه هم له څو كلونو راهيسې د امريكايي ځواكونو د بمباريو له امله لسګونه افغانان وژل كېږي، خو له بلې خوا بيا د وسله والو مخالفينو د ځانمرګو او بيلابېلو بريدونو له امله هم ګڼ شمېر افغانان وژل كېږي.
د ملي امنيت مرستيال عبدالقيوم كټوازي وويل، ترهغې، چې د پولې بهر د وسله والو او ترهګرو پټنځايونه له منځه لاړ نه شي، هېواد كې امنيت راتلل ستونزمن كار دى او په وينايې، چې د ترهګريزو بريدونو ۹۵ فيصده پلانونه له پولې بهر طرحه كېږي او بيا دې خواته رااوړي.
خو د امنيتي ارګانونو د څرګندونو او د امنيت د لاښه والي په اړه د دوى ژمنو د وكيلانو د قناعت او منلو وړ ونه ګرځېدې او په عملي او جدي توګه يې د ورستيو ملكي خلكو د وژنو د عاملينو د محاكمې غوښتنه وكړه.
د ولسي جرګې يو شمېر غړي په دې نظر دي، چې ملكي خلك په قصدي توګه په نښه او وژل كېږي، چې په وينا يې، بايد د داشان وژنو عاملين د جنګي جنايتكارانو په توګه وپېژندل شي.
دا په داسې حال كې ده، چې امريكايي ځواكونو په روانه مياشت كې، د کونړ ولايت په ماڼوګي او غازي اباد ولسواليو پرلپسې توګه هوايي بمبارۍ وكړې، چې د غازي اباد په بريد کې ٦٢ تنه او د ماڼوګي په بريد کې يې ٩ تنه ملكي خلك ووژل او لې بلې خوا روانه مياشت په كندز، خوست او ننګرهار ولايتونو كې د وسله والو مخالفينو د ځانمرګو بريدونو له امله لسګونه ملكي خلكو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ياد دې وي، چې د امريكا د دفاع وزيررابرت ګېټس اود ناټو او امريكايي ځواكونو عمومي قومندان جنرال ډېويد پېټرايس هم په دې ورستيو كې د هوايي بمباريو په پايله كې د ملكي خلكو د مرګ ژوبلې په اړه له افغان حكومت او ولس څخه بخښنه غوښتې، خو افغان جمهوررئيس حامد كرزي او د كنړ اوسېدونكو د لاريونونو په ترڅ كې په تنده لهجه د هغوى د بخښنې په اړه ويلي، چې يواځې بخښه غوښتل بسنه نه كوي او پكار ده، چې په راتلونكې كې د ملكي تلفاتو مرګ ژوبله په بشپړه توګه ودريږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


