د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور ښار كې د جنازې د لمانځه پرمهال شوي ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله. ويل كېږي دغه بريد د پېښور ښار اړوند د متنو په اديزو سيمه كې د طالبانو
د خيبرپښتونخوا په مركز پېښور ښار كې د جنازې د لمانځه پرمهال شوي ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
ويل كېږي دغه بريد د پېښور ښار اړوند د متنو په اديزو سيمه كې د طالبانو پر ضد د سولې لښكر د يوه مشر د خپلوانو په جنازه كې رامنځته شوى، چې د سيمې د يوه پوليس افسر عبدالكلام په وينا، ۲۰ تنه په كې وژل شوي او تر ۴۰ ډېر په كې ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ښايي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زياته شي، ځكه، چې يو شمېر خلكو له پېښې وروسته سمدستي د خپلو خپلوانو مړي او ټپيان له سيمې وړي دي.
د پېښور د پوليسو يوه افسر زاهد خان رسنيو ته ويلي، چې د ځانمرګي بريدګر عمر د ۱۵او ۲۰ كالو ترمنځ و او خپل ځان يې د جنازې د لمانځه پرمهال والوزاوه.
د راپورنو له مخې د جنازې په دې لمانځه كې نږدې ۸۰ تنو ګډون درلود.
په سيمه كې د طالبانو د تحريك وياند حمزه رسنيو ته د ټليفون له لارې د پښې پړه منلې ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خيبرپښتونخوا په قبايلي سيمو كې د سولې پر لښكر ورته بريدونه شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

