ads

د بې پيلوټه الوتكې بريد كې ۵ تنه ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه پينځه تنه مړه او درې نور ټپيان شول. په بريد كې وژل شوي كسان بهرني ترهګر بلل كېږي. د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر […]

نویسنده: TKG
18 کب 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه پينځه تنه مړه او درې نور ټپيان شول. په بريد كې وژل شوي كسان بهرني ترهګر بلل كېږي.

د پاكستان په قبايلي سيمې جنوبي وزيريستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكې بريد كې لږ تر لږه پينځه تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

په بريد كې وژل شوي كسان بهرني ترهګر بلل كېږي.

د ځايي چارواكو په وينا، تېره شپه امريكايي بې پيلوټه الوتكې له واڼا څخه نږدې ۱۵ كيلومتره لرې لويديځ ته د برمل په لنډي ډوګ كې پر يوه كور ۳ ميزايله توغولي، چې له كبله يې د كور درې خونې په پوره ډول له منځه تللي دي.

يوه ځايي چارواكي، چې نوم يې نه دى اخيستل شوى رسنيو ته ويلي، چې په بريد كې وژل شوي بهرني ترهګر دي، خو تر اوسه يې د هويت په اړه كره معلومات نشته.

د نوموړي په وينا، ځايي طالبانو د وژل شويو جسدونه او ټپيان نا معلوم لوري ته له ځانه سره لېږدولي دي.

د راپورونو له مخې، په كوم ځاى كې، چې دغه بريد شوى دا سيمه افغان پولې ته څېرمه پرته دا او له دې وړاندې هم پرې څو ځله ورته بريدونه شوي دي.

د ځايي خلكو د معلوماتو له مخې، بريد د ملا نذير د ډلې د يوه غړي فضل كرام پر كور شوى دى.

د دوى په وينا، امريكايي بې پيلوټه الوتكو د كور درې خونې په درې بېلابېلو مزايلو ويشتي، چې په يوه كې يې بهرنيان وو.

په دې وروستيو كې په پاكستان كې د امريكا د بې پيلوټه الوتكو په ورته بريدونو كې يو څه كمښت راغلى و، خو اوس يو ځل بيا دغه الوتكې د سيمې په فضا كې شپه او ورځ پر الوت ليدل كېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA