د پاكستان د پنجاب ايالت په فيصل اباد ښار كې د ځايي چارواكو په وينا، د موټر بم چاودنې له كبله ۲۰ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
د پاكستان د پنجاب ايالت په فيصل اباد ښار كې د ځايي چارواكو په وينا، د موټر بم چاودنې له كبله ۲۰ تنه مړه او ۸۰ نور ټپيان شول.
يوه سيمه ييز پوليس افسر افتاب چيمه رسنيو ته ويلي، چې له چاودېدونكو توكو بار موټر د ګازو په يوه پمپ كې ولاړ و، چې په كې چاودنه رامنځته شوه.
نوموړي زياته كړه، چې په ترڅ كې يې ۲۰ تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
بلخوا د پاكستان د مسلم ليګ ګوند د قومي شورا غړي عابد شيرعلي رسنيو ته ويلي، چې دغه چاودنه په فيصل اپاد كې د آى ايس آى په دفتر كې شوې ده.
نوموړي زياته كړې، چې لومړى ياد دفتر ته دوه لاسي بمونه ورغورځول شول، وروسته ډزې شوې او ورپسې له چاودېدونكو توكو ډك موټر ته چاودنه وركړل شوه.
د راپورونو له مخې، د چاودنې له كبله په سيمه كې نږدې ودانيو ته هم زيان اوښتى، چې په كې د يو شمېر دولتي ادارو هم شاملې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


