ads

په کورمه ايجنسۍ کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول

د پاكستان په قبايلي سيمې کورمه ايجنسۍ کې د دغه هېواد د پوځي الوتكو په بمبار کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کورمې يوه چارواکي رفيق شاه رسنيو ته وويل، چې  د پاکستان پوځي الوتكو د کورمې ايجنسۍ په سپيرکټ او چينارک سيمه کې د پاکستاني وسله والوطالبانو مرکزونه په نښه کړي […]

نویسنده: TKG
15 کب 1389

د پاكستان په قبايلي سيمې کورمه ايجنسۍ کې د دغه هېواد د پوځي الوتكو په بمبار کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د کورمې يوه چارواکي رفيق شاه رسنيو ته وويل، چې  د پاکستان پوځي الوتكو د کورمې ايجنسۍ په سپيرکټ او چينارک سيمه کې د پاکستاني وسله والوطالبانو مرکزونه په نښه کړي دي.

د پاكستان په قبايلي سيمې کورمه ايجنسۍ کې د دغه هېواد د پوځي الوتكو په بمبار کې ٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورمې يوه چارواکي رفيق شاه رسنيو ته وويل، چې  د پاکستان پوځي الوتكو د کورمې ايجنسۍ په سپيرکټ او چينارک سيمه کې د پاکستاني وسله والوطالبانو مرکزونه په نښه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د وسلوالو طالبانو ٢ مرکزونه په بشپړه توګه له منځه تللي او په کې ٦ وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د يوبل خبر له مخې، کورمې ايجنسۍ ته څېرمه د هنګو په سيمه کې د پاکستاني طالبانو يو مهم قوماندان نيول شوى دى.

د هنګو د پوليسو مشر عبدالرشيد خان بنګښ وويل، چې دغه نيول شوى طالب قوماندان د کورمې د طالبانو مشر دى.

خو نوموړي د ياد شوي طالب قوماندان نوم په ډاګه نه کړ.

ده وويل، چې نيول شوى طالب قوماندان د پاکستاني طالبانو د مرکزي شورا غړى هم دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA