په داسې حال کې چې په هېواد کې د طالبانو په ځانمرګي بریدونو او بمي چاودنو کې ملکي مرګ ژوبلې زور اخیستی، طالبان وايي چې دوی به په خپلو صفونو کې د ملکي وګړو له وژونکو پلټنې وکړي.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د طالبانو په ځانمرګي بریدونو او بمي چاودنو کې ملکي مرګ ژوبلې زور اخیستی، طالبان وايي چې دوی به په خپلو صفونو کې د ملکي وګړو له وژونکو پلټنې وکړي.
په کندهار، ننګرهار، کندز، خوست، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د طالبانو د درې اوونیو بریدونو په نتیجه کې شاوخوا ۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبلې اوښتې ده.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد له كليد سره په یوه ځانګړې مركه كې د ټولو پورتنیو بریدونو پړه پرغاړه اخیستې.
نوموړی چې له یوه نامعلوم ځای څخه د ټلیفون پرلیکه له کلید سره غږېده ادعا وکړه چې په دې ټولو برېدونو كې يې دولتي ځواكونو او دولت ته منسوبو افرادو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خو کله چې له نوموړي د ملکي مرګ ژوبلې او په خاص ډول په ننګرهار ولایت کې پرعامو خلکو د یوه طالب بریدکوونکي له لوري د ډزو په اړه پوښتنه وشوه چې دا خو ملکي خلک وو چې هغه وېشتل او انځور یې طلوع ټلویزیون خپور کړ، وویل: (( په دې ډله كې چې كوم ملكي وګړي وژل شوي، په اړه يې له خپلو مجاهدينو پلټنې كوو چې دا كار ولې شوى؟))
مجاهد زیاته کړې: (( په ننګرهار کې پر کابل بانک مو د برید هدف، د ملي اردو ځواکونه وو چې ۱۵تنه په کې مړه شوي.))
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۰ میلادي کال په اوږدو کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰۴۳ تنه ملكي وګړي وژل شوي او ۳۵۷۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کابل اوسېدونکی مولوي روشان د دغو بریدونو او حملو په اړه وايي: (( زه نه پوهېږم چې دوی ولې ځانته د خلکو د وژلو حق ورکوي، د یوه بې ګناه وګړي وژل د ټول بشریت وژل دي.))
د چارو څارونكي په پرتلیزه توګه وايي چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ مو کلونو کې نه یوازې د ناامنۍ ګراف د اوس په څېر پورته نه و، بلکې د تېرو درې اوونیو زړه بوږنوونكو پېښو تصورهم نه كېده.
د پوځ پخوانى متقاعد ډګروال عبدالرؤف ختيځوال وايي چې تېر ۲۰۱۰ او روان ۲۰۱۱ ميلادي كال د افغانانو لپاره تر ټولو خونړي کلونه برېښي.
د کندز اوسېدونكى ذبيح الله حسام په دغه ولایت کې د احصایې پر مدیریت د طالبانو له لوري شوي ځانمرګي برید ته په پام وايي چې دوه كاله وړاندې په کندز کې وضعیت داسې نه وو: ((اوس وضعيت بيخي خراب شوى او خلك غواړي له ښاره كډه وكړي.))
له پېښې منکر
د طالبانو ترڅنګ خارجي ځواكونه هم پر ملکي وګړو بې درېغه حملې کوي.
په ترټولو وروستۍ حمله کې چې د کونړ ولايت د ماڼوګي په ولسوالۍ کې د کب پر ۱۰مه رامنځته شوه د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې ۹ تنه ماشومان ووژل شول.
تر دې مخته د کب په لومړۍ نېټه د كونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ كې د ناټو په هوايي بمبار كې ۶۴ تنه وژل شوي وو چې ۲۲ تنه ښځې، ۲۶ ماشومان او ۳ تنه سپین ږیري په کې شامل وو.
سره له دې چې په مشرانو جرګه کې د کونړ استازي او د كونړ د عملياتو د څېړنې د پلاوي غړي رفيع الله حيدري کليد ته په مرکه کې ویلي چې خلکو ورته تر پنځوسو زيات وژل شوي ولسي وګړي ورښودلې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خو د ناټو ځواکونو ویاند جوزف بلاتز له کلید راډیو سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې د کونړ د پورتنۍ پېښې په اړه وویل چې د دوی، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د ګډ استول شوي پلاوي د رپوټ له مخې د کونړ د پېښې ملکي تلفات لکه څنګه چې په رسنیو کې خپاره شوي هومره نه دي.
مګر د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ملکي ماشومانو وژل کېدنه مني.
پردې سربېره په افغانستان کې د ناټو د عمومي قومندان جنرال دیوید پتروس له قوله رسنیو لیکلي وو چې په کونړ کې یو شمېر ملکي وګړي د دوی د بدنامۍ په هدف د طالبانو او ځايي خلکو له خوا تر وژل کېدو وروسته سوځول شوي وو.
دا موضوع هم کلید ګروپ له ښاغلي بلاتز سره شریکه کړه، هغه وویل: ((جنرال دیوید پتروس اصلا دا ډول خبره نه ده کړې او دا د ناټو د عمومي قومندان پرضد یو ناسم تور دی.))
په کونړ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې د ۹ تنو ماشومانو له وژل کېدو وروسته ولسي جرګې د کب په ۱۱مه دا عمل په کلکه وغانده او یوه ۱۴ ماده ییزه اعلامیه یې خپره کړه.
په دغه اعلامیه کې غوښتل شوي چې د ملکي وګړو ژوند ته دې پاملرنه وشي.
همدارنګه په یوه بله اعلامیه کې چې د جمهوري ریاست دفتر خپره کړې، د جمهور له قوله راغلي چې د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ د ملکي تلفاتو څخه لا لس ورځې نه تېرېږي چې بیا ۹ تنه بې ګناه ماشومان د ناټو په عملیاتو کې په ماڼوګي کې په شهادت ورسېدل.
په دغه اعلامیه کې جمهور رئیس کرزي د ناټو لپاره د دا ډول پېښو ترسره کېدنه ستونزې زېږوونکې بللې ده.
خو پوښتنه دا ده چې آیا د دا ډول اعلامیو په خپرېدو د ملکي تلفاتو مخنیوی کېدای شي؟ فقط یو کار افغان دولت کولای شي چې هغه وغندي.
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال سیامک هروي په دې اړه وايي، دا چې افغان دولت نه شي کولای د ملکي تلفاتو په اړوند توند موقف ونیسي دا دی چې نړیوال ځواکونه د یوه توافق له مخې په افغانستان کې حضور لري، د هېواد محلي چارواکي نه شي کولای، هغوی محاکمه کړي: (( باید نړیواله دستګاه رامنځته شي او یا په خپله هېوادونه په دې اړوند اقدام وکړي.))
د جګړې عوامل
ډېری شنونكي او ځینې دولتي کسان په دې اند دي چې د افغانستان بحران او ناامني بېلابيل عوامل لري.
ځینې په دې باور دي چې د افغانستان په ناامنيو كې پخپله د بهرنیانو لاسونه دخیل دی.
دوی په هلمند ولایت کې د درې تنو ځانمرګو برید کوونکو نیولو ته اشاره کوي چې د کب پر اتمه بهرنیو ځواکونو د پولیسو له منګولو خلاص کړي دي.
دغه ځانمرګي په لښكرګاه كې پې آر ټي ته نږدې نيول شوي وو چې له ځان سره يې وسلې او ځانمرګي واسكټونه درلودل.
په هلمند کې د ولي كرم د پوستې د پوليسو قومندان عبدالاحد ویلي، كله چې دوى ځانمرګي بريدګر محاصره كړل له پي آر ټي څخه د دوى د خلاصون لپاره ټانګونه راغلل او هغوى يې د دوى له منګولو خلاص كړل او ويل يې چې دا د دوى كسان دي.
د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار هم د پېښې پخلی وکړ، خو په خبره یې پي ار ټي ورته ویلي چې دغو کسانو د ځانمرګو په څېر تمرین کاوه او د دوی خپل کسان دي.
په هلمند كې مېشته پي ار ټي يا د ولايتي بيارغوني ډله د انګلستان هېواد ده.
طالبان جوړېږي
بل خوا متقاعد ډګروال عبدالرؤف ختيځوال وايي چې امريكا هم په افغانستان كې د خپل حضور د توجيه کولو او پايګاوو ته د رسېدو په هدف وضعيت يو څه خونړى غواړی: (( دا د جګړې له شدته معلومېږي، پرخلکو بمباري کوي، له خلکو په لوی لاس طالبان جوړوي.))
هغه زیاتوي: ((په کونړ کې دا دوهمه پېښهدا خبره بلکل جوتوي او که خلک ډېر مجبوره شي غرو ته به وخیژي.))
ځينې نور بيا پر عامه تاسيساتو د طالبانو له لوري حمله کول د هغوی نوی تاکتیک بولي چې د سولې پروسې ټولې هڅې خنثی کړي.
د سياسي او پوځي چارو شنونكى او متقاعد جنرال سرور خان الكوزى وايي، مخالفان د دې لپاره په عامه تاسيساتو حملې كوي چې ويل كېږي ځینې طالبان له دولت سره روغه جوړه كوي: دوی د نورو په اشاره دا پروسه خرابوي، په حقیقت کې د نورو ساز ته ګدېږي.))
د سولې عالي شورا هم ټول پوځي عملیات چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوړي غندي.
د دغې شورا د دارالانشا مشر معصوم ستانكزي وویل: ((د بريدونو ترسره كوونكي د سولې د پروسې خلاف دي.)) او په وينا يې نه غواړي چې په هېواد كې سوله ټینګه شي.
د جګړې سوداګري
په داسې حال کې چې افغان او بهرني ځواکونه د ۲۰۱۱ کال په اږدو کې د جګړې د لا خونړي کېدو خبر ورکوي او ښايي د ملکي تلفاتو کچه نوره هم ورسره لوړه شي، منتقدين په دې باور دي چې د افغانستان له جګړې ښکېلې غاړې په ملیونونو ډالره ګټه کوي.
د مراد مهالنۍ مجلې مسؤل چلوونکی او سیاسي شنونكى فضل حق مراد همدې خبرې ته اشاره لري او وايي د جګړې په دوام کې د دوی ګټې نغښتي او پر ملکي مرګ ژوبلې د دوی څه دي.
نوموړى زياتوي چې طالبان د نشه يې توكو، ځنګلونو او نورو زېرمو له قاچاقه ګټه پورته كوي: ((د ملګرو ملتونو یو رپوټ ښيي چې یوازې د کوکنارو له قاچاق د کال ۱۲۵ملیونه ډالره ګټي.))
دی زیاتوي چې بهرني ځواكونه هم خپل خپل هدفونه لري: (( د وسلو ازمېښت او خرڅلاو، پر کانونو تسلط او پر سیمه واکمني ده.))
مراد په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې دوه اوونۍ وړاندې په ستوکوهلم کې دېره د نړيوالې سولې د تحقيقاتو انستيتوت وویل چې په ٢٠٠۹ کال کې د امريکا او د لوېديځې اروپا د وسلو توليدوونکو د نړۍ په کچه تر نورو زياتې وسلې پلورلي چې ارزښت يې څلوېښتو ملياردو ډالرو ته رسېږي.
د دغې ادارې د رپوټ له مخې د وسلو د سلو توليدوونکو په ډله کې ٤٥ په امريکا او ٣٣ په لوېديځه اروپا کې وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

