د خيبرپښتونخوا په هنګو سيمه كې د بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه څلور تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول. د ځايي چارواكو په وينا، دا لومړني معلومات او ښايي د وژل شويو او ټپيان په شمېر كې د زياتوالي راشي.
د خيبرپښتونخوا په هنګو سيمه كې د بمي چاودنې له كبله لږ تر لږه څلور تنه مړه او لسګونه نور ټپيان شول.
د ځايي چارواكو په وينا، دا لومړني معلومات او ښايي د وژل شويو او ټپيان په شمېر كې د زياتوالي راشي.
د هنګو د پوليسو مشر رشيد خان په چاودنه كې د وژنې پخلى كړى، خو زياته كړې يې ده، چې د چاودنې ډول لا نه دى څرګند.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه د هنګو په خورى څلور لاري كې شوې.
په مړو او ټپيانو كې پوليس سرتېري هم شامل دي، خو ډېرى ټپيان ملكي وګړي دي، چې په كې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د عيني شاهدانو په وينا، د چاودنې له كبله نږدې ۱۵ ودانۍ هم ړنګې شوي دي او هرې خوا ته خلك تر خاورو لاندې دي.
هنګو كې تر دې وړاندې هم څو ځله ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې په كې د امنيتي سرتېرو او سياست پوهانو سربېره عام وګړي هم په نښه شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


