ads

د پاكستان د لږكيو چارو وزير ووژل شو

ناپېژاندو وسله والو نن غرمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د لږکيو چارو مرکزي وزير وواژه. دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دولسو بجې د اسلام اباد په اى اته سيمه کې رامنځته شوه. ناپېژاندو وسله والو نن غرمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د لږکيو چارو مرکزي وزير وواژه. دغه پېښه […]

نویسنده: TKG
11 کب 1389

ناپېژاندو وسله والو نن غرمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د لږکيو چارو مرکزي وزير وواژه. دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دولسو بجې د اسلام اباد په اى اته سيمه کې رامنځته شوه.

ناپېژاندو وسله والو نن غرمه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د لږکيو چارو مرکزي وزير وواژه.

دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دولسو بجې د اسلام اباد په اى اته سيمه کې رامنځته شوه.

په اسلام اباد کې د پوليسو يوه چارواکي بنيامين د پيښې د تاييد ترڅنګ رسنيو ته وويل، چې د لږکيو د چارو مرکزي وزير شهباز بهټي خپل دفتر ته روان و، چې ناپېژاندو وسلوالو په لاره پر هغه ډزې وکړې او ويې واژه.

هغه زياته کړه ، چې بريد کوونکي په يوه کرولا  موټر کې راغلي و او له پيښې وروسته  په تېښته بريالي شوي دي.

د بنيامين په وينا، پوليسو سيمه کلا بنده کړې او د بريد کوونکيو لټون يې پيل کړى دى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA