ايراني پوليسو په تهران كې د مخالف ګوند لاريون كوونكو د تيت او پرك كولو په خاطر اوښكي بهونكي ګاز وكارول. له سيمې څخه د رارسېدليو راپورونو له مخې، پر موټرسايكل سپرو پوليسو د تهران ښار په څو ځايونو كې راټول شوي لاريون كوونكي تيت پرك كړل.
ايراني پوليسو په تهران كې د مخالف ګوند لاريون كوونكو د تيت او پرك كولو په خاطر اوښكي بهونكي ګاز وكارول.
له سيمې څخه د رارسېدليو راپورونو له مخې، پر موټرسايكل سپرو پوليسو د تهران ښار په څو ځايونو كې راټول شوي لاريون كوونكي تيت پرك كړل.
په ايران كې د مخالف ګوند د مشر مير حسين موسوي او د پارلمان د وياند مهدى كروبي د نظر بند څخه وروسته د لاريونونو د كېدو خبر وركړل شوى و.
د مخالف ګوند په ويب سايټ كې د خپاره شوي خبر له مخې، ايراني چارواكو مير حسين موسوي او مهدي كروبي په خپلو كورونو كې نظر بند كړي دي.
پرون د دواړو مخالفو مشرانو كورنيو ويلي وو، چې دواړه يې په كور كې له نظر بند څخه وروسته اوس زندان ته لېږدولي دي، خو ايراني چارواكو د دغو كورنيو ادعا رد كړې ده.
پر دغو دواړو مشرانو په مصر كې د ولسي لاريونونو سره د ملاتړ په موخه د لاريونونو كولو له كبله بنديزونه لګول شوي دي.
ايران څخه د رارسېدليو راپورونو له مخې، د ښار په واټونو كې د پوليسو د شتون سربېره هم لاريون كوونكي په دې توانېدلي، چې د ښار په يو شمېر ځايونو كې سره راټول شي.
په ايران كې د تېر كال په ټاكنو كې د احمدي نژاد له ټاكل كېدو وروسته په دغه هېواد كې په وقفه يي ډول لاريونونه كېږي، چې مشري يې د ايران د پارلمان وياند مهدي كروبي او مير حسين موسوي كوي.
دغو دواړو مشرانو په ۲۰۰۹ ميلادي كال كې د احمدي نژاد دويم ځلي بريا نه منله، چې له كبله يې له څو لسيزو وروسته په لومړي ځل ستر لاريون وشول، تر اوسه حكومت په پوره ځواك سره د دغه لاريون كوونكي ځپلي دي.
مخالفو مشرانو ويلي وو، چې په دغو لاريونو كې يې نږدې ۸۰ پلويان وژل شوي، خو تر اوسه حكومت د دوى د ادعا پخلى نه دى كړى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


