ads

امريكا: ډګرمن قذافي د ځانغولونې ښكار دى

په لېبيا کې د جمهور رييس معمر قذاقي د ګوښه کېدو لپاره اوس هم د دې هېواد وګړي لاريونونه کوي او غواړي چې نور دې قذاقي د دې هېواد د واک چارې پرېږدي. په لېبيا کې د جمهور رييس معمر قذاقي د ګوښه کېدو لپاره اوس هم د دې هېواد وګړي لاريونونه کوي او غواړي […]

نویسنده: TKG
10 کب 1389

په لېبيا کې د جمهور رييس معمر قذاقي د ګوښه کېدو لپاره اوس هم د دې هېواد وګړي لاريونونه کوي او غواړي چې نور دې قذاقي د دې هېواد د واک چارې پرېږدي.

په لېبيا کې د جمهور رييس معمر قذاقي د ګوښه کېدو لپاره اوس هم د دې هېواد وګړي لاريونونه کوي او غواړي چې نور دې قذاقي د دې هېواد د واک چارې پرېږدي.

په نړيواله کچه د قذاقي د ګوښه کولو لپاره هم نوې نوې لارې لټول کېږي، په ملگرو ملتو کې د امريکا استازې سيوزان رايس وايي: ډگرمن قذافي په وهمونو کې ډوب دى او مشري نشي کولى.

هغې وويل: کله چې دى له بهرنيو ژورنالستانو سره غږېږي او خاندي، په داسې حال کې، چې ورسره جوخت – د هغې په ټکو- لگيا دى خپل ولس قصابي کوي، له واقعيتونو نه د ده د لېرې والي څرگندويي کوي.

خو د لېبيا ايسار مشر معمرقذافي بي بي سي ته ويلي، چې پر ولس گران دى او اصلي لېبيايان يې پر خلاف مظاهرې نه کوي او هغوى چې يې کوي القاعدې نشه يي توکي ورکړي دي.

هغه وويل، چې اعتراض کوونکي له تښتول شويو وسلو کار اخلي، خو د لېبيا امنيتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې ځوابيه ډزې ونه کړي.

په لېبيا کې د روان تاوتريخوالي په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا او اروپايي ټولنې له خوا پر لېبيا يو لړ بنديزونه لګول شوي، چې پر دغه هېواد د وسلو پلورل هم په کې راځي.

همدارنګه بريتانيا په کور د ننه د لېبيا د مشر معمر قذافي او د هغه د کورنۍ ټولې پانگې کنگل کړې.

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د بنديزونو پرېکړه ليک د بريتانيا حکومت ته لاره روښانه کړه، چې د قذافي د کورنۍ پانگې کنگل او هغوى دغلته بانکي اکونټونو او له نورو سره شريکو جايدادونو ته لاسرسى ونه لري.

يوې حکومتي سرچينې وويل، چې په بريتانيا کې د قذافي د کورنۍ پانگې کېداى شي تر يو ميليارد پوڼډو زياتې وي.

د بريتانيا لومړي وزير له ډگرمن قدافي وغوښتل، چې نور واک خوشي کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA