ads

لغمان كې د وسلو يوه زېرمه وموندل شوه

د لغمان پوليس چارواکي د دې ولايت په مرکز کې د دولت د يوه وسله وال مخالف قومندان د وسلو د زېرمتون د موندلو او له منځه وړلو خبر ورکوي. د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرازق همکار وايي: د لغمان پوليس چارواکي د دې ولايت په مرکز کې د دولت د يوه وسله وال […]

نویسنده: TKG
9 کب 1389

د لغمان پوليس چارواکي د دې ولايت په مرکز کې د دولت د يوه وسله وال مخالف قومندان د وسلو د زېرمتون د موندلو او له منځه وړلو خبر ورکوي. د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرازق همکار وايي:

د لغمان پوليس چارواکي د دې ولايت په مرکز کې د دولت د يوه وسله وال مخالف قومندان د وسلو د زېرمتون د موندلو او له منځه وړلو خبر ورکوي.

د لغمان د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرازق همکار وايي: د وسلو له منځه وړل شوى دازېرمتون د مرکز مهترلام اړوند د کله کوټ کلي په لويديزه برخه کې و.

د ده په ويناد قومندان غمي اړوند دې زېرمتون ته ترهغې وروسته چې د پوليسو استخباراتي سرچينو ومونده،ايتلافي ځواکونو چاودنه ورکړه.

د همکارپه خبره: په دې زېرمتون کې پينځه ميله کلاشينکوفونه،دوه ميله راکټ انداز، يو ميل پيکا، پنځوس د پرسونل ضد ماينونه، د راکټ دېرش مرمۍ،د هوان دېرش سرګلولې او اته ماينونه او دولس لاسي بمونه شامل وو.

د لغمان د پوليسو وياند د قومندان غمي په اړه وايي چې د همدې مرکز مهترلام په بادپښ سيمه کې يې وسله وال فعاليتونه لرل.

ايتلافي ځواکونو او همدا شان د دولت وسله والو مخالفينو  تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

داخبرپرداسې مهال خپريږي چې له وروستيو راهيسې په لغمان کې د پخواپه پرتله امنيتي وضعيت ښه شوى ښکاري اود دولت وسله وال مخالفين چې د دې ولايت په يوشمېر برخو کې يې مخکې فعاليتونه زيات شوي ګڼل کېدل،اوس د کمو پېښو دعوې کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA