ads

د پکتیکا چارواکو د یوه ځانمرګي د نیولو خبر ورکړ

ځايي چارواکو د پكتيكا ولايت د اورګون ولسوالۍ بازارکې د یوه ځانمرګي بریدګر د نیولو خبر ورکړ. د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د دې خبرې د پخلي پرمهال کلید ته وویل، چې دغه ځانمرګى د دوشنبې په شپه په یوه هوټل کې  د کشفي راپورونو پراساس نیول شوی دی. ځايي چارواکو د پكتيكا […]

نویسنده: TKG
9 کب 1389
د پکتیکا چارواکو د یوه ځانمرګي د نیولو خبر ورکړ

ځايي چارواکو د پكتيكا ولايت د اورګون ولسوالۍ بازارکې د یوه ځانمرګي بریدګر د نیولو خبر ورکړ. د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د دې خبرې د پخلي پرمهال کلید ته وویل، چې دغه ځانمرګى د دوشنبې په شپه په یوه هوټل کې  د کشفي راپورونو پراساس نیول شوی دی.

ځايي چارواکو د پكتيكا ولايت د اورګون ولسوالۍ بازارکې د یوه ځانمرګي بریدګر د نیولو خبر ورکړ.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د دې خبرې د پخلي پرمهال کلید ته وویل، چې دغه ځانمرګى د دوشنبې په شپه په یوه هوټل کې  د کشفي راپورونو پراساس نیول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې نیول شوی تن عابد نومیږي او ۲۴ کاله عمر لري، چې په اصل کې د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ د سرې کلا اوسیدونکی دی، چې دا مهال په جنوبي وزیرستان کې میشت و.

د افغان په خبره: نیول شوي کس په لومړنیو پلټنو کې په ډاګه کړې، چې دې سیمې ته د ځانمرګي برید د ترسره کولو لپاره راغلی و اوغوښتل یې، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په قوماندان عزیزالله برید وکړي.

افغان دا هم وویل، چې له نومړي سره د تړاو په تور يې یو بل تن، چې د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی دی هم نیولی.

د افغان په وينا، دې کس د نوموړي ځانمرګي بريدګر رهبري کوله او هغه ته یې د ځانمرګي برید واسکټ او نورې اسانتیاوې برابرولي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په همدې ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګى بریدګر د پولیسو له لورې له کلابندۍ ورسته هغوی ته ځان سپارلی و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA