ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په شپږمه ناحيه كې بمي چاودنې يو ماشوم مړ او د پوليسو يو رېنجر موټر ويجاړكړ. د چارواكو په وينا، دغه پېښه پرون له غرمې وروسته نږدې ۲ بجې په قيزان جويچه كې رامنځته شوې.
ځايي چارواكي وايي، چې د هرات ولايت په شپږمه ناحيه كې بمي چاودنې يو ماشوم مړ او د پوليسو يو رېنجر موټر ويجاړكړ.
د چارواكو په وينا، دغه پېښه پرون له غرمې وروسته نږدې ۲ بجې په قيزان جويچه كې رامنځته شوې.
د انجيل ولسوال هسام الدين شمس وويل، چې دا رېنجر د هرات ولايت د امنيې قومندانۍ د پوليسو و، چې په يوه مېلمستيا كې يې ګډون كړى و.
نوموړي زياته كړه، چې په پېښه كې رېنجر موټر ويجاړ شوى او يو ماشوم چې په هغه ځاى كې پر لوبو بوخت و سخت ټپي شوى.
په همدې حال كې د هرات ولايت د ملكي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي رسنيو ويلي، چې په پېښه كې ټپي شوي ماشوم وروسته د سختو ټپونو له امله ساه وركړه.
كه څه ډېرى وخت وسله وال طالبان د ورته بريدونو پړه مني، مګر تر اوسه دغې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

