ads

د يوه طالب قومندان د وژل كېدو خبر وركړل شو

د کونړ پوليس چارواکي د ايتلافي ځواکونو پريوه کتارد وسله والو طالبانو تربريد وروسته د دې ځواکونو په ځوابي هوايي بريدکې د يوه طالب قومندان د وژنې دعوه لري.     د کونړ پوليس چارواکي د ايتلافي ځواکونو پريوه کتارد وسله والو طالبانو تربريد وروسته د دې ځواکونو په ځوابي هوايي بريدکې د يوه طالب […]

نویسنده: TKG
9 کب 1389

د کونړ پوليس چارواکي د ايتلافي ځواکونو پريوه کتارد وسله والو طالبانو تربريد وروسته د دې ځواکونو په ځوابي هوايي بريدکې د يوه طالب قومندان د وژنې دعوه لري.

 

 

د کونړ پوليس چارواکي د ايتلافي ځواکونو پريوه کتارد وسله والو طالبانو تربريد وروسته د دې ځواکونو په ځوابي هوايي بريدکې د يوه طالب قومندان د وژنې دعوه لري.

د کونړ د امنيې قومندانۍ مرستيال مل پاسوال عبدالصبورالله يار وايي په نرنګ ولسوالۍ کې دا پېښه تر هغې وروسته رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو دغلته پر يوه ايتلافي کتار بريد وکړ.

الله يار بريد کې ايتلافي لوري ته د زيان اوښتو يانه اوښتو څه نه وايي، خو وايي: پسې د دوى چورلکو همدلته پر بريدکوونکو طالبانو هوايي بريدکې د عزيز الله په نامه د دوى يوقومندان، چې د همدې نرنګ ولسوالۍ استوګن  و، وژل شوى.

په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې په دې اړه کليد سره تر هڅو وروسته هم خپل نظر  شريك نکړ، خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بياناخبري  وښوده.

پر کونړ د ايتلافي ځواکونو د دې هوايي بريد خبر تر هغې وروسته ورکول کېږي، چې تر دې وړاندې د دې ځواکونو په يوه ورته هوايي بريد کې د دې ولايت د غازي اباد ولسوالۍ تر شپېتو زيات ولسي وګړي ووژل شول.

نرنګ د جلال اباد کونړ ترمنځ پر غځېدلې لارې د پرتو هغو ولسواليو له ډلې ده، چې کم وخت ترې د ناامنيو خبرونه راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA