ځايي امنيتي چارواكو د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه ښار كې د درېيو ځانمرګرو بريدګرو د نيونې خبر وركړ. دغه ځانمرګي، چي په لښكرګاه كې پې ار ټي ته نږدې نيول شوي دي له ځان سره يې وسلې او ځانمرګي واسكټونه درلودل.
ځايي امنيتي چارواكو د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه ښار كې د درېيو ځانمرګرو بريدګرو د نيونې خبر وركړ.
دغه ځانمرګي، چي په لښكرګاه كې پې ار ټي ته نږدې نيول شوي دي له ځان سره يې وسلې او ځانمرګي واسكټونه درلودل.
بلخوا په هلمند كې د مېشتې پې آر ټي چارواكي وايي، چې دغه كسان د دوى له لوري د يوه ځانګړي تمرين لپاره له پي ار ټي څخه د باندې ويستل شوي وو، خو د ملي اوردو يو تن سرتيرى او د ولي كرم د پوستې د پوليسو قوماندان وايي دوى په ګډه ګزمه كې درې تنه، چې غوښتل يې ځانمرګي بريدونه وكړي له ټوپكو او ځانمرګو واسكټونو سره لاس په لاس نيولي دي.
د پوليسو دغه قوماندان عبدالاحد وايي: كله، چې دوى ځانمرګي بريدګر محاصره كړل له پي آر ټي څخه د دوى د خلاصون لپاره ټانګونه راغلل او هغوى يې د دوى له منګولو خلاص كړل او ويل يې چې دا د دوى كسان دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انګار هم د پي ار ټي له مسئولينو سره تر يو لړ خبرو وروسته خبريالانو ته وويل، چې نيول شوي كسان د پي ار ټي له خوا د تمرين په موخه بهر ته راوتي وو او د ځانمرګو په څېر تمرين يې كاوه.
قوماندان پداسې حال كې دغه درې تنه د بهرنيو ځواكونو كسان بولي، چې په هلمند كې يوې باوري امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وويل: نيول شوي كسان ځانمرګي بريدګر وو.
بايد وويل شي، چې په هلمند كې مېشته پي ار ټي يا د ولايتي بيا رغوني ډله د انګليستان هېواد ده، چې څه موده وړاندې هم د هلمند د ملي امنيت ادارې له لوري د همدې پي ار ټي مخې ته په يوه رېكشا كې نږدې شپاړس كړۍ ماينونه نيول شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


