ځايي چارواكو د بادغيس ولايت په قاديس ولسوالۍ كې د ملي پوليس او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې خبر وركړ. د بادغيس ولايت امنيه قومندان عبدالجبار صالح وايي، چې دغه نښته تېره شپه وروسته له هغې په قادس ولسوالۍ كې رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو د ملي پوليسو پر كاروان بريد وكړ.
ځايي چارواكو د بادغيس ولايت په قاديس ولسوالۍ كې د ملي پوليس او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې خبر وركړ.
د بادغيس ولايت امنيه قومندان عبدالجبار صالح وايي، چې دغه نښته تېره شپه وروسته له هغې په قادس ولسوالۍ كې رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو د ملي پوليسو پر كاروان بريد وكړ.
نوموړي زياته كړه، چې په دغه نښته كې څو وسله وال طالبان وژل شوي او دوه يې ټپيان دي، خو افغان ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د وسله والو طالبانو ادعا كړې، چې په بالا مرغاب ولسوالۍ كې يې له افغان او بهرنيو سرتېرو نښته كړې او مرګ ژوبله يې ور اړولې.
د دغې ډلې يوه وياند قاري يوسف احمدي رسنيو ته ويلي، چې په دغه نښته كې يې د ملي پوليسو دوه سرتېري وژل او څو نور يې ټپيان كړي دي.
نوموړي د بالا مرغاب په نښته كې د خپلو دوو سرتېرو د ټپي كېدو پخلى هم وكړ.
كه څه هم ځايي چارواكو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ويل كېږي، چې تېره ورځ ايساف ځواكونو په بالامرغاب ولسوالۍ كې د وسايطو او پرسونل ضد ۵ كړۍ ماينونه له منځه وړي.
ويل كېږي دا ماينونه د دولتي او بهرنيو ځواكونو د موټرو د كاروان پر لاره ځاى پرځاى شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


