د ملي اردو ځواکونه ايتلافي سرتېرو سره يوځاى د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د اوه سوه کيلو ګرامه چرسو د نيونې او له منځه وړلو خبرورکوي. په ختيځ کې د دې ځواکونو وياند جګړن شيرين آقاکليد ته وويل چې دغه چرس نن د ګډو تصفيوي عملياتو پرمهال په لوګل خېلو سيمه کې نيول شوي او بيرته هملته د نيونې ځاى کې سوزول شوي دي.
د ملي اردو ځواکونه ايتلافي سرتېرو سره يوځاى د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د اوه سوه کيلو ګرامه چرسو د نيونې او له منځه وړلو خبرورکوي.
په ختيځ کې د دې ځواکونو وياند جګړن شيرين آقاکليد ته وويل چې دغه چرس نن د ګډو تصفيوي عملياتو پرمهال په لوګل خېلو سيمه کې نيول شوي او بيرته هملته د نيونې ځاى کې سوزول شوي دي.
ده په دې اړه له زيات څه ويلو پرته وويل چې دې چرسو سره د تړاو په تورڅوک نه دى نيول شوى.
په ختيځ کې د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي ادارې او همدا شان د شېرزادو ولسوالۍ ځايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
شېرزادو ولسوالي چې پرې د وسله والو طالبانو ترنېږدې يوکلنې واکمنۍ وروسته د افغان حکومت د پوره برلاسۍ تردوه مياشتو ډېرې ورځې کېږي،له وروستيو راهيسې څو ځله پکې افغان ملي اردو ايتلافي ځواکونو سره يوځاى د ورته عملياتو او پکې د خپلو لاسته راوړنو خبرورکړى.
دا ولسوالي چې د نېشه يي توکيو کرپکې په زياته کچه کېده،د ناامنۍ يولامل هم پکې همدا د نېشه يي توکيو کرکېله ګڼل کېده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


