د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ځانمرګي بريد له امله، يو تن ووژل شول او ٢٥ نورټپيان شول. سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه بريد پرون له غرمې وروسته نږدې يوه بجه ، د شيرين تګاب ولسوالۍ د فيض اباد په دښته كې د وزلوبې په ميدان کې رامنځته شو.
د فارياب ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ كې د ځانمرګي بريد له امله، يو تن ووژل شول او ٢٥ نورټپيان شول.
په لومړيو كې د پامير ۳۰۳ زون قومندانۍ وياند لعل محمد احمدزى د ۸ كسانو د مرګ ژوبلې پخلى كړى و، خو وروسته بيا دغه شمېره لوړه شوه.
سيمه ييز چارواکي وايي، چې دغه بريد پرون له غرمې وروسته نږدې يوه بجه ، د شيرين تګاب ولسوالۍ د فيض اباد په دښته كې د وزلوبې په ميدان کې رامنځته شو.
د ياد ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست سمونوال محمد صادق كليد ته د پېښې د تائيد ترڅنګ وويل، چې بريد كوونكى پلى روان و او د خلكو په ګڼه ګوڼه كې يې ځان والوځاوه.
خو د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک وويل، چې ځانمرګى د ننداره کونکيو په منځ کې ځاى پر ځاى و او په ځان پورې تړلو چاودېدونکيو توکو ته يې چاودنه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او ٢٥ نور ټپيان دي.
د شيرين تګاب ولسوال زياته کړه،چې ټپيان د شيرين تګاب روغتون ته لېږدول شوي، خوپه ټپيانوکې د ٧ تنو روغتيايي حالت نازک دى.
ګهريک وايي،چې ټول ټپيان عام وګړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


