ads

نيمروز كې نشه يي توكي او په تور يې يو تن ونيول شول

ځايي امنيتي چارواكو په نيمروز ولايت كې د نشه يي توكو او په تور يې د يوه تن د نيولو خبر وركړ. د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر حاجي موسى رسولي وايي: تېره شپه ځايي پوليسو په زرنج ښار كې په يوه كور كې ۲۵ كيلو ګرامه نشه يي توكي، چې هيرويين، […]

نویسنده: TKG
8 کب 1389

ځايي امنيتي چارواكو په نيمروز ولايت كې د نشه يي توكو او په تور يې د يوه تن د نيولو خبر وركړ. د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر حاجي موسى رسولي وايي: تېره شپه ځايي پوليسو په زرنج ښار كې په يوه كور كې ۲۵ كيلو ګرامه نشه يي توكي، چې هيرويين، كرېسټال او چرس په كې شامل دي نيولي دي.

 

 

ځايي امنيتي چارواكو په نيمروز ولايت كې د نشه يي توكو او په تور يې د يوه تن د نيولو خبر وركړ.

د ياد ولايت د امنيې قومندانۍ د امنيت امر حاجي موسى رسولي وايي: تېره شپه ځايي پوليسو په زرنج ښار كې په يوه كور كې ۲۵ كيلو ګرامه نشه يي توكي، چې هيرويين، كرېسټال او چرس په كې شامل دي نيولي دي.

نوموړي زياته كړې، چې دغه توكي، د ملي پوليسو او ملي امنيت د سرتېرو په ګډو عملياتو كې نيول شوي دي.

د رسولي د معلوماتو له مخې، د پېښې په تړاو يې د راز محمد په نامه يو تن چې د هلمند ولايت اوسېدونكى دى هم نيولى، چې دا مهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د دغو نشه يي توكو او په تور يې د يوه تن نيونه په داسې حال كې ترسره كېږي، چې څو ورځې وړاندې د نشه يي توكو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د همدې ولايت د دلارام ولسوال له دوو زامنو سره چې په خاشرود ولسوالۍ كې د د پوليسو د عملياتي قطعې قومندانان وو ونيول.

ويل كېږي، چې له دغو كسانو سره لسګونه كيلوګرامه نشه يي توكي او څو مليونه افغانۍ او بهرنۍ پيسې نيول شوي دي.

د نيمروز ولايت د پوليسو ځايي چارواكي وايي، چې د روان كال له پيله تر دې دمه نږدې ۱۰۰۰ كيلو ګرامه نشه يي توكي او په تړاو يې څو تنه نيول شوي، چې وروسته بيا عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA