د ننګرهار پوليس دې ولايت کې د غلاپه تور له يوه کرولا موټر سره د يوې درې کسيزې ډلې د نيونې خبر ورکوي. د ننګرهار له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته په راغلې خبرپاڼه کې د قومندان جنرال علي شاه پکتياوال له خولې ليکل شوي، چې درې واړه تورن غله پرون د جلال اباد د کامې د زړې اډې ترڅنګ نيول شوي.
د ننګرهار پوليس دې ولايت کې د غلاپه تور له يوه کرولا موټر سره د يوې درې کسيزې ډلې د نيونې خبر ورکوي.
د ننګرهار له امنيې قومندانۍ څخه کليد ته په راغلې خبرپاڼه کې د قومندان جنرال علي شاه پکتياوال له خولې ليکل شوي، چې درې واړه تورن غله پرون د جلال اباد د کامې د زړې اډې ترڅنګ نيول شوي.
د پکتياوال په وينا: دا تورن غله، چې د کابل، بغلان او ميدان وردګو ولايتونو استوګن دي، تورن شوي وو، چې د يوه تن له جېب څخه يې يوسلو څلوېښت زره پاکستانۍ کلدارې پټې کړې وې.
خبرپاڼه د امنيې قومندان له خولې وايي، چې تورنو غلو پرځان لګېدلى تور منلى، خو نور جزيات يې په اړه نه دي ورکړل شوي.
جلال اباد کې د غلا په تور د دې کسانو د نيونې خبر پر داسې مهال ورکړل شوى، چې له وروستيو راهيسې يو شمېر جلال اباد ښاريانو کليد ته د جېب وهونکو هڅې زياتې شوې ګڼلې او پر پوليسو يې د نه مخنيوي له کبله نيوکې کړې وې.
مخکې هم څو ځله پوليسو په ننګرهار كې د غلا په تور د يو شمېر کسانو د نيونې خبر ورکړى و، خو بيامعلومه شوې نه وه، چې دوى تر نيونې وروسته مجازات شوي هم دي کنه؟
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


