ads

شېرزي ننګرهار ته د نويو وسله والو طالبانو د راتګ خبر وركړ

د ننګرهار والي وايي: د رېپوټونو له مخې يې د دې ولايت يو شمېر سيمو ته ځينې نور وسله وال طالبان هم نوي راغلي چې د هڅو مخنيوي ته يې دوى د پوليسو د کموالي ستونزې سره مخامخ دي. د ننګرهار والي وايي: د رېپوټونو له مخې يې د دې ولايت يو شمېر سيمو ته […]

نویسنده: TKG
8 کب 1389

د ننګرهار والي وايي: د رېپوټونو له مخې يې د دې ولايت يو شمېر سيمو ته ځينې نور وسله وال طالبان هم نوي راغلي چې د هڅو مخنيوي ته يې دوى د پوليسو د کموالي ستونزې سره مخامخ دي.

د ننګرهار والي وايي: د رېپوټونو له مخې يې د دې ولايت يو شمېر سيمو ته ځينې نور وسله وال طالبان هم نوي راغلي چې د هڅو مخنيوي ته يې دوى د پوليسو د کموالي ستونزې سره مخامخ دي.

والي ګل آغاشېرزي کليد ته د يوې ځانګړې مرکې پرمهال د هغو سيمو نومونه، چې د ده په وينا، وسله وال طالبان ورته نوي راغلي، په ډاګه نکړل او هم يې د راغلو دې وسله والو شمېر په دې ونه ښود، چې په خبره يې دوى يې د قانون ته سپارنې هڅې پيل کړي.

شېرزي دې مرکه کې ونه ويل، چې طالبان له کومې سيمې تازه ننګرهارته راغلي، خو په ټوله کې يې د هېواد د ناامنيو پړه پرګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه پر پاکستان واچوله.

والي د دوى د را اوښتو لامل ننګرهار کې د پوليسو کموالى وښود او ويې ويل د ولايت دوه زره او د ده په نظر کم پوليس يې نه شي کولاى په پوره ډول د خپلو وسله والو مخالفينو هڅې شنډې کړي.

د ننګرهار والي  ترهغې وروسته دا خبرې کوي، چې د تېرې اونۍ پر شنبې ورځ يې د جلال اباد زړه کې استوګنځي ته مخامخ د کابل بانک پر يوه دفتر د وسله والو طالبانو ډله ييز ځانمرګي بريد د ده په خبره څلوېښت تنه ووژل او اته اويا نور يې ټپيان کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA